
۱۷/۲/۱۳۹۶،ل،ل
دغه لیکنه یو ځل وړاندې هم په روهي ویبپانه کې خپره شوي وه، خو اوس د نویو مالوماتو او زیاتونو سره بیا خپریږي.
پاکستانی پوځ ولې په مخامخ جګړو کې ناکام دی؟
پاکستاني پوځ په خپل(۷۰) کلن تاریخ کې له هند سره په څلورو لویو جګړو او له افغانستان سره په لویو او وړو مخامخ جګړو کې په یوه کې هم نه دی بریالی شوی، ټولې لویې او وړې جګړې یې بایللي دي،(خو په ترهګریزو جګړو کې لویه شيطاني پوهه لري)، پاکستان د هند سره په څلورو جګړو کې داسې شرموونکي ماتي خوړلي دي چې له امله یې خپل تاریخ ناولی کړی دی، نه یوازې خپل تاریخ یې شرمولی دی بلکه، د نړۍ ټول مسلمانان یې شرمولي دي.
پاکستان لومړۍ ځل د سپتامبر په ۱۱/۱۹۴۸،ز کې له هند سره د کشمیر پر سر باندې جګړو وکړه،(چې په همدې ورځ محمدعلی جناح د پاکستان بنسټ ایښودونکی هم ومړ.) د جګړې په پایله کې د هند او پاکستان پوځونو د کشمیر سیمې لاندې کړې، چې د کشمیر ډېره برخه خاوره د هند پوځ ونیوله. کشمیر د پاکستان او هند لخوا د خپلواک هیواد په توګه په رسمیت پېژندل شوی ؤ، خو له بده مرغه چې په پاکستان کې د جنرال ایوب خان د نظامي کودتا له امله یې خپلواکي له منځه ولاړه.http://www.golshn12.blogfa.com
په ۱۹۶۵،ز کال کې د هند او پاکستان دویمه جګړه د پاکستان لخوا په دې هیله پیل شوه چې کشمیریان به د هندي پوځیانو پر وړاندې پاڅون وکړي، خو کشمیریانو پاڅون ونه کړ، د هند پوځ تر سیالکوټ او لاهور پورې ورسید او د لاهور ښار یې کلابند کړ. هغه چې پاکستاني پوځ غوښتل تر لاسه نه کړای شول، پرعکس یې خپله خاوره لاسه وکړه، سره له دې چې د ایران لخوا په پټه باندې امریکایۍ جګړیزې الوتکې ورکړل شوې، د اندونیزیا هیواد هم مرسته ورسره کوله او د چین هیواد لخوا هم پر هند باندې فشار اچول شوی ؤ. په پای کې د پخواني شوروي اتحاد په منځګړيتوب باندې د سولې تړون د تاشکند په ښار کې لاسیک شو او د هند پوځونه له لاهور څخه ووتل او د پاکستان پوځ چې د کشمیر په سیمه کې یې لږ شان پرمختګ کړی ؤ، په شا شول.http://www.cloob.com
د ۱۹۷۱،ز کال جګړه د پاکستان لپاره هم ډېره تاریخي بدناموونکي جګړه وه، نوموړي جګړه هم د پاکستان پوځ لخوا په نني بنګلادېش(شرقي پاکستان) کې د آزادۍ غوښتونکو بنګالیانو پر وړاندې په ډېر ظالمانه ډول پیل شوه، په دغه جګړه کې هندوستان له شرقي پاکستان څخه ملاتړ وکړ، چې په پایله کې بیا هم پاکستان ماتي وخوړه او دسامبر په ۱۶/۱۹۷۱، کې پاکستانی پوځ د ډاکې په ښار کې سلامي شو او بنګلادېش خپله خپلواکي په رسمي توګه اعلان کړه. http://www.eci-ir.com
د کارګیل جګړې(۱۹۹۹،ز) په اړه په لومړیو کې پاکستاني پوځ ویل چې نوموړي جګړه د کشمیري آزادۍ غوښتونکو لخوا پیل شوي ده، خو وروسته مالومه شوه چې د پاکستان پوځ لخوا ترسره کيږي، د کارګیل په جګړه کې پاکستاني پوځ د نورو جګړو په شان هېڅ ګته ونه کړای شوه او بې نتیجې پای ته ورسیده، سره له دې چې پروېز مشرف یې په اړه په خپل کتاب(در خط آتش) کې ډېرې غورې کړي دي.
په افغانستان کې پاکستاني پوځ یوه بېلګه د جلال آباد پر ښار باندې د خپلو لاس پوڅو سره یو ځای خپل نهایي زور وازمایلو، خو بریالي نه شول، دا شان تېر کال ۱۳۹۵،ل،ل د جوزا په میاشت کې پاکستانی پوځ په تورخم کې هم خپله ماتي ولیدله او اوس د جمعې ورځې په جګړه کې یې د سپین بولدک په ولسوالۍ د لقمان او نظر په کلیو کې هم له خپلې وروستنۍ، له شرمه ډکې تباهي سره مخ شول، د پاکستان پنجابی پوځ چې د هند او افغانستان پوځونو پر وړاندې مات شوي دي داسې به ووایو چې د منظمو دولتونو پر وړاندې مغلوب شوی، خو خبره دا ده چې د پښتونخوا په سیمه کې د یو لږشمېر طالبانو لخوا داسې سلامي شوي دي، چې څو کاله وړاندې په یوه ورځ کې په سوونو پنجابي پوځیان ژوندي ونیول، د بلوڅانو وروڼو(بلوچ ارمي) مقاومت د پنجابیانو پر وړاندې ډېر د ستایلو دی چې له پنجابي پوځ څخه یې لاره ورکړي ده.
(هغه زغره وال ګاډې چې د سپین بودک په جګړه کې افغان اتل پوځ له پاکستاني پوځیانو څخه نیولی دی)
پوښتنه دا ده چې ولې پاکستانی پوځ لکه څرنګه چې باید وجګړیږي جګړه نه شي کولی؟
سره له دې چې په ډېرو ښو وسلو او مهماتو باندې سمبال دی؟. دغې پوښتنې ته ډېرو پوهانو لا تراوسه نه دی پام شوی، خو موږ یې په اړه داسې مالومات وړاندې کوو: کله چې پاکستان له هند څخه جدا شو، نو هغه هندوان چې په پاکستان کې اوسیدل، هند ته کډه شول او یو شمېر مسلمانان چې په هند کې اوسیدل، پاکستان ته راغلل،(له بده مرغه چې د مهاجرتونو په دې لړۍ کې ډېر شمېر هندوان او مسلمانان ووژل شول، دواړو خواؤ ته د سر او مال زیانونه واوښتل) هغه مهاجر مسلمانان چې نوي جوړ شوي پاکستان ته کډه شوي وو، په حقیقت کې هغه مسلمانان نه وو چې هند ته یې د اسلام مقدس دین رسولی ؤ، هغوی چې هند ته د تورې په زور ورغلي وو، په هند کې پاتې شول، ځکه چې دوی ډارن خلک نه وو، د دوی ډېری پښتانه وو چې له آره زړور قوم دی او یو شمېر نور یې مغل او پر نورو قومونو پورې تړلی کسان وو، دغه کډوال چې پاکستان ته راوتښتیدل هغه مسلمانان وو چې پخوا له مسلمانیدو څخه د هندوانو د طبقاتې نظام (کاسټ) په ټیټه طبقه (شودرا= نجس) پورې یې اړه درلودله،
د هندوانو د طبقاتي نظام په اړه ښاغلي ډاکټر لطیف یاد ښه مالومات وړاندې کړي دي، یاد صاحب وایي:
شودرا: دا طبقه د ټولنيز جوړښت پر بنسټ ښکته او ټيټه ګڼله کيدله نو دوی ته به اچهوت يا نجس او پليد هم ويل کېدل. برهمنانو، کشتريانو او ويسيا، دغه طبقه[خلک] خپل سيالان نه ګڼل. دوی معمولاً لاندينۍ دندې ترسره کولې: موچيتوب، دوبي توب، د ټوکريو جوړول، کلالي، جولا توب، ندافي، د ناولو ويالو پاکول، ډمتوب او نورې معمولي دندې. په منوشاستر کې راغلي دي:«شودرا بل هيڅ کار نلري پرته له دې چې د نورو خدمت او چوپړ وکړي.» د دې لپاره چې شودرا غير اريايي خلک ول نو د ټولنې پاتې دروګونو طبقو دوی خپل سيالان نه ګڼل او له دوی نه به يې کرکه کوله او دوی ته به يې د اچهوت او نجس خطاب کاوه. د دوی د خويندو او لوڼو سره چا واده نه کاوه او نه به يې خپلې لوڼې او خويندې دوی ته ورکولې. همداراز په ټولو ټولنيزو چارو کې دوی يو وروسته پاتې او پسمانده طبقه ګڼل کيدله او د ټولو ټولنيزو مزاياوو نه بې برخې ول. په پښتو ژبه کې د شودرا کلمه اوس هم ژوندۍ ده بې تهذيبه، ناپوهه او بې عقل سړي ته سوډر وايې. (هندوئېزم (هندومت) ۳۳برخه)
د سوډر مخالف نوم پاک دی نو د دې لپاره چې پنجابي سوډر له دغه نوم څخه ځان خلاص کړي د پاکستان نوم یې غوره کړی دی، د دغو ناپاکو په اړه لوی استاد، اکاډمیسین محمد اعظم سیستاني صاحب څه ښه ویلي دي چې د لیکنې له موضوع سره اړخ لګوي:«نخستین علت یا انګیزه حمایت نخبه ګان نظامي پاکستان از بنیادګرایان اسلامي همانا دادن هویت به مردمانی است که بنام مسلمان از دایره کفر(هندوستان) بیرون آمدند و به دایره اسلام درآمدند ونام این دایره اسلام را پاکستان یعنی جای مردمان پاک ګذاشتند، ولی پس از ایجاد این دایره، بزودی معلوم ګردید که سردمداران کشور پاکستان از ناپاکترین عناصری ترکیت یافته اند ... .» (پاکستان پرورشکاه اصلي تروریزم،۲۳۴مخ)
سربېره پر دې لکه څه ډول چې یاد صاحب یادونه کړي ده، زموږ په سیمه کې اوس هم ناولي او بې غېرته کسانو ته د سوډر نوم اخلي. د سوډرو د طبقې ډېری خلک د پاکستان د پنجاب په سیمه کې هم استوګن وو، لکه وړاندې چې وویل شول، د دې طبقې خلک د خپلې ګروهې(عقیدې) پر بنسټ له آره په وېره او ناهیلۍ کې اوسیدلي دي، دوی د غچ اخیستلو له حق څخه محروم وو، د لوړو طبقو کسانو سره یې هېڅ ډول سیالي نه شوه کولی او له نورو ډېرو زورونو او زورونو سره مخ وو، چې تل یې د غلامۍ او کمزورۍ احساس کړی دی.(پروېز مشرف هم د یادې طبقې څخه دی، سره له دې چې نوموړی خپل نسب په عربو پورې تړي.) د پاکستان ډېری پوځ له همدغو هندي او پنجابي سوډرو څخه جوړ شوی پوځ دی، سره له دې چې د دوی پلرونه ډېر پخوا مسلمانان شوي دي خو بیا هم د نوموړي طبقې، ډار او وېره ورسره مل ده او دا وېره د دوي په خټه کې اخښل شوي ده، چې هېڅکله به (د پښتنو په اصطلاح، د میړه مړوند ونه نیسي.)
او هغه لږ شمېر پښتانه، بلوڅان، سندیان او نور غېری سوډر پوځیان چې د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کوي، شمېر یې نږدې(۲۱) سلنه کیږي، له دې کبله چې ټولې لوړې څوکۍ د پنجابیانو په لاس کې دي او د نورو بېلابېلو عواملو له امله لکه څه ډول چې لازمه ده کار نه کوي، خپل ځانونه په خطر کې نه غورځوي او کله چې له سختې ورځې سره مخ شي له سوډرو څخه دوی وړاندې تښتي.
پای