
ځه چې دواړه لاړ شو د غمونو له دنیا نه / تېره مو ځواني شوه په غمونو کې جانانه
ځه چې سره ځو دلته بل شوی په ما اور دی / رنګ ته مې وګوره په اور سوی لکه سکور دی
ځکه مې له دې دنيا لاليه زړګی تور دی / ولاړ به شو يو بل جهان ته ښکلیه له جهانه
تېره مو ځواني شوه په غمونو کې جانانه
ځو به پاس آسمان ته دلیلا او د مجنون په شان / تېر به باقي ژوند کړو، اې دلبره د ژوندون په شان
هېره به دنيا کړو دا دنیاده د مړيستون په شان / ماتې به پنجرې کړو، ځه چې تښتو له زندانه
تېره مو ځواني شوه په غمونو کې جانانه
ډېر مې زړه ازار دی هم له خپلو او پردو نه / یمه ګيله من له مړو، خپه هم له ژوندو نه
نه شته دی همدرد زما، زه مرمه له دردو نه / نه راځي غمخور، زه رنځور پروت یم بې درمانه
تېره مو ځواني شوه په غمونو کې جانانه
پاتې شوه نيمګړې اې شيرينه زموږ مينه / هجر راته غم جوړ کړی، خورم د زړګي وينه
وبه لټوو یو بل جهان چې چېرته وينه / لار د وتو ګوره چې شو خلاص له دې بلا نه
تېره مو ځواني شوه په غمونو کې جانانه
زور دی ستمونه دي دنيا کې لوی وحشت دی / ويره ده وژل دي، حاکمانو دا عادت دی
ظلم دی بس ظلم، قیامت دی قیامت دی / جوړ یې دی میدان د کربلا له دې جهانه
تېره مو ځواني شوه په غمونو کې جانانه
دا دنيا دوزخ ده ، دوزخي غوندې کباب یم / ظلم د ظالم نه زه مظلوم ډېر په عذاب یم
ځکه ليونو په شان په ناستې وړی خواب یم / نه خوښ له بې دينو یم ، نه خوښ یم له ملا نه
تېره مو ځواني شوه په غمونو کې جانانه
پای