
اته ورځې شوې چې د تورخم او چمن دروازې بندې دي او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي. پاکستان دا لارې وروسته له هغه بندې کړې چې د سند ایالت په یوه زیارت کې ځانمرګي برید سلګونه کسان ووژل او ټپیان کړل. پاکستان د دې برید په غبرګون کې د دواړو دروازو پر تړلو سربېره، د افغانستان پر ختیځو ولایتونو یې د توپونو خوله ور سمه کړه. د تورخم او چمن دروازو د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري په ټپه درېدلې او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي. خو د لارې تړل کېدل د پاکستان لپاره څه ګټه لري؟ پاکستان تل اقتصادي مسایل له سیاسي هغو سره غوټه کوي او همدا لامل دی چې دغه هېواد د خپلو ناسمو سیاستونو له امله تل اقتصادي ضربې خوړلي دي. د تورخم او بولدک لارو تړل کېدو ۹۵ سلنه زیان په خپله پاکستان ته رسېږي، ځکه چې دا لارې تر ډېره له پاکستان څخه افغانستان د توکو د واردولو او ټرانزیټ لپاره کارول کېږي. پاکستان فکر کوي چې د دې لارې په بندېدو سره به د پنځو کلونو مخکې په څېر افغانستان تر اقتصادي محاصرې لاندې راولي، خو د پاکستان دغه وروستي اقدام وښوده چې د لارې تړل افغانستان ته هېڅ زیان نه شي رسولی. یو وخت د پاکستان کراچۍ بندر او پاکستاني توکي د افغانستان لویه اړتیا وه چې پاکستان به همدا د افغانستان پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کارول، خو کله چې افغانستان نور مارکېټونه او لارې وموندلې، نو پر پاکستان اوس د افغانستان اتکا په بېساري ډول کمه شوې ده. اوس افغانستان له پاکستان څخه یوازې تازه مېوې او سبزیجات واردوي چې نه شتون یې په افغانستان کې پر مارکېټ او د خلکو پر ژوند کوم منفي اثر نه شي اچولی. خو د پاکستان زیان په مراتبو زیات دی، په ځانګړې توګه له کرښې هاخوا پښتانه تل د پاکستان د غلطو سیاستونو له امله زیانمن شوي دي. افغان سوداګر اوس له پاکستانه توکي نه واردوي او نه هم د پاکستان بندرونه د ټرانزیټ لپاره کاروي، چې له همدې امله هلته لسګونه زره خلک وزګار شوي دي. هغه پاکستاني باروړونکي موټرونه چې پخوا یې له پاکستان څخه افغانستان ته توکي لېږدول، اوس بې کاره ولاړ دي او همدارنګه په پېښور کې هغه روغتونونه او مارکېټونه چې عمده مشتریان یې افغانان وو، اوس له بېکارۍ رنځېږي. د پاکستان د حکومت تګلاره نه یوازې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو پر زیان ده، بلکې په خپله پاکستانیان هم د خپل حکومت د ناسمو تګلارو بیه پرې کوي. پاکستان په دې کار سره خپل پښې په په تېشه وهي او لرې نه ده چې یوه ورځ پاکستانی ولس په خپله د خپل ځپونکي حکومت پر ضد پاڅېږي.