
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلا کار سرتاج عزیز وايي، چې په خپله خاوره کې به د افغان طالبانو پر خلاف پوځي عملیات نه وکړي.
سرتاج عزیز د افغان ولسمشر هغه غوښتنه هم رد کړه، چې ګواکي پاکستان دې د وسله والو طالبانو د چارواکو پرخلاف ګامونه پورته کړي.
سرتاج عزیز ویلي، چې اوس هم باید د خبرو لار غوره شي.
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز زیاتوي، چې د وسله والو طالبانو پر خلاف د افغان دولت څوارلس کلنه جګړه ناکامه ده.
افغانستان بیا وايي، چې جګړه د پاکستان له خوا پر افغانستان تپل شوې ده.
پاکستان د وروستیو ناامنیو له امله له افغانستان سره د تورخم او چمن ترانزیتي لارې له یوې اوونۍ راهیسې تړلې دي او په خپله خاوره کې یې د افغانانو د ځورولو او نیولو عملیات هم پیل کړي دي.