کیم جونګ نام د «VX» زهرجنو کیمیاوي موادو وژلی

د مالیزیا پولیس وايي، د شمالي کوریا د مشر ناسکه ورور کیم جونګ نام د «VX» په نوم زهرجنو کیمیاوي موادو وژلی چې د انسان پر عصبي سیستم اغېز کوي.
د کیمیاوي وسلو نړیوال کنوانسیون د دې موادو پر استعمال بندیز لګولی دی.
څېړونکو پرون وویل، د مالیزیا د هغه نړیوال هوايي ډګر د پاکولو هڅې کوي چې د فبرورۍ په دیارلسمه کیم جونګ نام پکې ووژل شو او غواړي دا پیدا کړي چې څرنګه د نړۍ تر ټولو خطرناک کیماوي مواد مالیزیا ته لېږدول شوي وو.
پولیسو دوه ښځې نیولي چې یوه یې ویتنامۍ او بله یې د اندونیزیا ده او د شمالي کوریا یو سړی یې هم له دې پېښې سره د تړاو په تور نیولی دی.
د مالیزیا پولیس همدا راز د شمالي کوریا د سفارت د یوه ډیپلومات په ګډون د شمالي کوریا د اوو وګړو په لټه کې دي.
په مالیزیا کې پولیسو د کیم جونګ نام پر مخ او سترګو د «VX» موادو اثار موندلي دي.
دا کیمیاوي مواد بوی او خوند نه لري او په مایع ډول یا د کریم په څېر موندل کېږي. داسې ګڼل کېږي چې شمالي کوریا د دې موادو سترې ذخیرې لري.
د جنوبي کوریا او امریکا حکومتونو داسې ګڼلې چې د شمالي کوریا ایجنټانو کیم جونګ نام ترور کړی ځکه هغه له خپل مېرني ورور او د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره اختلافونه درلودل. نام له ډېرې مودې راهیسې په جلا وطنۍ کې ژوند کاوه.