
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په پراخېدو سره د هوايي بریدونو له امله یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو نوی راپور ښيي چې په افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو شمېر ۹۹ سلنه زیات شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د هوايي بریدونو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی، خو ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې چې په فبرورۍ میاشت کې خپور شو، ویلي چې په دې حملو کې د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې ۹۹ زیات شوی.
د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو وروستۍ د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې وه. دا برید چې ظاهراً په یوه کلي کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره ترسره شوی و، نولس ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، ووژل شول.
د امریکا د پوځ یو پخوانی جګپوړی سلاکار کریستوفر کولینډا وايي چې د ملکي تلفاتو مسئله د طالبانو په وده او دوام کې مهم رول لوبوي.
کولینډا د اوپن سوسایټي د بنسټ د ۲۰۱۶ کال په راپور کې لیکلي دي چې ملکي تلفات د افغانستان او امریکا اړیکې او د دواړو خواوو مشروعیت زیانمنوي او د افغانانو او حکومت ترمنځ د واټن د رامنځته کېدا لامل کېږي.
کابل-واشنګټن تر منځ د شوي امنیتي او دفاعي تړون له مخې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو محاربوي رول پای ته رسېدلی، خو د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما تېر کال د یوه فرمان له مخې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته یو ځل بیا په جګړه کې د ور ګډېدو اجازه ورکړه.
ملکي تلفات د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکايانو ترمنځ تر ټولو جنجالي موضوع وه چې حتی د حامد کرزي او اوباما تر منځ د اړیکو د دوامداره ترینګلتیا لامل شوه.
حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره یو مهم شرط دا ایښی و چې امریکايي ځواکونه دې په افغانستان کې شپني عملیات او پر ملکي وګړو هوايي بمبارۍ ودروي.
د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه یو ځل بیا پیل شول او ویل کېږي چې په ۲۰۱۶ کال کې د هوايي بریدونو شمېر تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی و.
د ملي یووالي حکومت تر اوسه د ملکي تلفاتو په اړه هېڅ غږ نه دی پورته کړی او د ملکي تلفاتو په ګڼو پېښو یې سترګې پټې کړې دي.