د امریکا د فضایي څیړنو ادارې خبر ورکړی دی چې ځمکې ته ورته ۷ نورې سیارې یې کشف کړي دي.
دا موندنه د سیپیتزر په نامه د تلیسکوپ په وسیله تر سره شوې ده چې ویل کیږي له ځمکې ۴۰ نوري کاله واټن لري.
دا سیارې د یوه بیل شمسي نظام درلودونکي دي چې د ځمکې سره یې قطرونه مشابه دي او په ۳ کې د اوبو د شتون امکانات شته چې د ژوند لپاره مناسبې ښودل شوي دي.
ستورپیژندونکو له ځمکې پرته په نورو ستورو کې د ژوند د امکان کشف په لړ کې دا یو مهم ګام ښودلی دی.
د یادونې وړ ده چې ناسا مخکې هم ځمکې ته د ورته یوې سیارې د کشف خبر ورکړی و.
وروستي