د سپینې ماڼۍ حجاب لرونکې کارکونکې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده

بنګالي الاصله رومانا احمد چې له ۲۰۱۱ کال څخه راپه دیخوا یې په سپینه ماڼۍ کې دنده پیل کړې استعفا ورکړه.
نوموړې خپلې څرګندونې د اتلانتیک په مجله کې د یوې مقالې په ترڅ کې کړي دي او د استعفا لامل یې د ولسمشر ټرامپ اسلام دښمنه دریځ ښودل شوی دی.
رومانا یوازینۍ حجاب لرونکې مسلمانه میرمن وه چې په سپینه ماڼۍ کې یې کار کاوه.
نوموړې په خپله مقاله کې ویلي چې امریکا له کډوالو څخه یو جوړ هیواد دی او ټرمپ پر دې حقیقت سترګې پټوي.
نوموړې په ۲۰۱۱ کې په سپینه ماڼۍ کې دنده پیل کړه چې په ۲۰۱۴ کې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې په دنده وګمارل شوه.
نوموړې د جنوري په ۲۸مه خپله استعفا وړاندې کړې ده.