
د یوې اسراییلي ورځپاڼې د خبر له مخې د مصر ولمسشر عبدالفتاح السیسي اسراییلو ته پټ وړاندیز کړی دی چې د دوی تر ولکې لاندې فلسطین کې میشت فلسطینیان دې د سینا دښتې ته تبعید کړل شي، نوموړي په دې وړاندیز کې د سینا په دښته کې د فلسطین د نوي دولت جوړیدلو ته اشاره کړې ده.
له بله پلوه د اسراییلو د دولت یو تن مشاور ایوب کارا ویلي دي چې ټاکل شوې ده د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکې د ولسمشر سره په خپله رسمي لیدنه کې دا خبره شریکه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د فلسطین د ولسمشر محمود عباس د ستراتیژیکو چارو مشاور حسام زولموت دا په سینا کې د فلسطین د دولت جوړول په کلکو ټکو غندلي دي او ویلي یې دي چې دا کار د سینا په صحرا کې د یوه نوي اسراییل جوړیدل دي.