افغانان وژل کیږي او که ټپي کیږي؛ مونږ یې پروا نه لرو!

د واک پر سرشخړې او جنګونه، وژنې ظلم،تیری، د امید وارو مېندو ژوندي سوځول، د بې ګناه وګړو اعدامول، ډله ایز قبرونه د تخت او تاج لپاره د ورور او ان پلار وژنه، مذهبي شخړې،سمتي او ژبني اختلافونه د دې اختلافاتو اوج ته رسېدل،نښتې او وینه توېدنه، خیانتونه او جنایتونه، کرکه نفرت، د پردو غلامي او بې اتفاقي د ډیرو اروپايي هیوادونو په ځانګړی توګه د بريټانیا د تېر تاریخ یوه ستره برخه ده.
په دې زبر ځواک هیواد کې هم د قدرت پر سر ډیره وینه بهېدلې ده، ښځه بې ارزښته او دوېیمه طبقه بلل شوې ده، د دې خاورې ډیرو اوسېدونکو خیانت د پردو غلامي او جاسوسي کړې ده، د کاتولیک او پروتستانت په نوم ډیرې جګړې او مرګونه شوي دي، بدلې او انتقامونه اخیستل شوي، سازشونه شوي.
قانون پر غریببې طبقې پلی شوی، ډیرو پاچاهانو او وزیرانو د عامو خلکو شتمنۍ چور او ځمکې غصب کړي دي!
واکدارانو عیاشۍ او خوشګذریانۍ کړي دي!
شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او .....
 
دا هر څه لسګونه کلونه وړاندې په دې هیواد کې  تر سره شوي دي، اوسنی حالت له تېرو حالتونو سره ډېر زیات توپیر لري، خو موږ له  کلونو راهیسې،  په ځانځانۍ، خیانتونو وژنو،غلامۍ او اختلافونو اخته یو.زموږ پرون او نن په وینو ککړ دی!
وسله وال مخالفین د هلمند په مرکز کې له پوځي سرتېرو سره په نښته دي،پلازمینه کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا،پکتیکا،غزني.ارزګان،زابل نیمروز،هرات کندز، بدخشان فاریاب،تخار بلخ او سرپل له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
خیراتي هیواد پاکستان زمونږ په خاوره دروازه جوړوي، توغندي ولي، بې ګناه وګړي وژني او ټپي کوي یې، په سلګونه کسان را شړي، ډیر بندي کوي او له ډیرو نورو سره ناوړه چلند کوي، زمونږ هیواد ته  ترهګر لیږي وژنې کوي، او اوس زمونږ په هیواد کې د عملیاتو اعلان کوي!خو ځيني بد مرغه او د واک وږې ډلې پر ځای د دې چې  د امنیتي حالت د ښه کېدو په فکر وي، د مزدور پاکستان په وړاندې غبرګون وښيي،دهیواد او خپل ناموس ساتنه وکړي، مایکونو ته ولاړ د شخصي ګټو غوښتنې کوي.
دعوې کوي: حکومت زمونږ د ډلې د مجاهدیت محصول دی،موږ نه مړیږو، موږ خپل مشر په کمره یز بم والوزولو، د نورو خو هیڅ پروا نه لرو.
موږ ته یې څه چې افغانستان په توغندیو وېشتل کیږي، او که په اټوم بم الوزي؛ موږ ته زموږ ګټې تر هر څه مهمې دي د ملت او خپلې خاورې پرواه نه لرو.
جالبه خو دا ده چې :دوی په حکومت کې ناست، د حکومت پر ضد او 
په لسګونه پاڅون کوونکي او هغه سپین سرې مېندې چې په وږي نس او لوڅو پخو د خپل  سر په بدل کې د خپلو سیمو ساتنه او دفاع کوي د هیواد ویاړ او د افغاني غیرت نښې دي.
افغانستان د دوی د هڅو ډالۍ او محصول دی، افغانستان نن او سبا دوی ته اړتیا لري.
که غواړو چې د نورو پرمختللو هیوادونو په شان پرمختګ وکړو، 
په سوکالۍ ،ارامۍ او يو والي سره ژوند وکړو نو:
 افغان ولس باید نور بې تفاوته پاتې نشي، د داسې کسانو د ناوړه غوښتونو او خیانتونو په وړاندې باید غبرګون وښيي.
د کلونو راهیسې د ژبې،سمت او مذهب په نوم د ولسونو تر منځ همدغو کسانو تفرقه اچولې ده، او دوی ګټې تر لاسه کړي دي.
تاریخ باید نور تکرار نشي، خاینې څېرې پيژندل شوي دي، دوی د افغانستان کرغېړن پرون و، دوی هيڅکله د افغانستان سبا نه شي کیدای.