دحامد کرزي قره قلي نوره دافغانانو ترمنځ بې اعتباره شوه



وړاندې له دې يې په لویدیځ کې دموډ پالو پام دځان لور ته راواړوه په کور دننه او بهر ېې دکوميديي ممثلينو ملنډې راوپارولې او پردې سربېره ېې دژوو دحقوقو ملاتړو غوسه هم راوپاروله . له دې هر څه سره ،چې ولسمشر کرزی هر چيرې روان وي دا قره قلي ېې پر سر وي . دا اوس هغه پخوانی سمبول نه دی ،چې ده ېې وړاندې استازيتوب کاوه ، دا خولۍ ،چې پر ( قره قلي ) مشهوره ده او د نوو زیږیدلو وریو له پوست جوړیږي . په ار کې د شمال مېشتي تاجک او ازبک توکمونه يې کاروي کله،چې دعنقا مرغه په 2002 ز کې دکرزی - دسويل پښتون ،چې لونګۍ پرسروي – پر سر کيناست دا قره قلي دکرزی دنوښت يوه برخه وه او موخه ېې دا وه ،چې ديو افغان په بڼه ښکاره نشي نه دتوکمپال او سیمه ییز هغه .
په پیل کې دا ګام په افغانستان او بهر کې په پراخه کچه ومنل شو او په زړه پورې هغه وبلل شو ان تردې ، چې امریکايي موډپال ( تام فارډ ) اړ شو ،چې ووايي : ولسمشر کرزی دځمکې پر سر ډیر شیک پوش دی . له څو لسیزو راهسې ،چې افغانان د نژادي سمبولونو پسې روان و دا وموندله ،چې اوسمهال دقره قلي سوداګري مخ پر وده ده ډیری ېې دافغانستان له شمال په ځانګړې توګه له مزارشریف راوړي او په کابل کې ېې په ( شاه دو شمشیره ) کې دسړک پر غاړه پلوري .
اوسمهال او د هغو ټاکنورا وروسته ،چې پر درغلۍ تورن شوی او دملي مشارکت پر بنسټ دحکومت جوړونې هڅې هم دستونزو او جنګسالارانو ښکار شوې . ددې قره قلي ځلا هم ورسره تته شوه .
اوس ېې ځوانان نه خوښوي . دکرزی سیال او دشمال ټلوالې کاندید عبدالله عبدالله داغوره وبلله ،چې د قره قلي پر ځای دریشي واغوندي او نيکټايي وتړي . اوس ېې ډیرې هټۍ تړل شوي دي او په شاه دوشمشیره کې ، چې دزیارت له مخې هم مشهور دی ایله 12 هټۍ پاتې دي . هټيوال وايي : که بخت راسره یاري وکړي نو دورځې يوه قره قلي وپلورو . پنځوس کلن احمد وايي : زه ولاړم او نوې قره قلي مې راونيوله او بېرته په لوګر کې خپل کلي ته راوګرځیدم او دا قره قلي مې پر سر وه نو خلکو راپورې وخندل راته ېې کړل : دا بوډا وګوره غواړي ، چې ولسمشر شي . زه نه پوهیږم ،چې ددې سپکاوې لامل سپين ږیرتوب و او که قره قلي ؟؟
په Ridiculopathy.com ویبپاڼه کې کښل شو ې دي : کېدای شی يوازينی سړی ، چې په افغانستان کې قره قل کاروي هغه به ولسمشر کرزی وي اوس دغه صوفي ډوله ګرده خوله په ګرده نړۍ کې دافغانستان استازيتوب کوي .
اوس دکرزي خوله يوازی خوله نه ده اوس دموډ له بریده اوښتې ده په اړه ېې ګونګسي راپورته شوي دي په طلوع تلویزون کې رهنورد زریاب وايي : کرزی ته غوره داوه ،چې پګړۍ پر سر کړي ، ځکه هغه مهال به دا رښتيني ښکاریده ، خو اوس له ملت سره چل کوي دهغه کالي اوس کوم پیغام نه لري او نه کوم سمبول دی موږ اوس دهغه کړه وړه ټول له نږدې څارو ،چې هغه کټ مټ داسې دی لکه پښتون . زرياب خپله اندېښنه او ناخوښي پټه نه کړه : دکرزي په اوسني حکومت له پښتنو پرته يو څو نور وزیران دي ،چې ولسي جرګې رد کړل .
له بل پلوه موږ هڅه وکړه ،چې دقره قل په اړه دولسمشر کرزي نظر راواخلو ، خو ویاند ېې وحید عمر وویل : ایا نورې ټولې ستونزې خلاصې شوې او يوازې قره قل پاتې دی ،چې په اړه ېې لیکل وشي .
خپله ولسمشر کرزي په پلازمينه کابل کې په يوې نظامي غونډه کې د قره قل په اړه ویلي و : زما دا خولۍ ډیره خوښیږي ځکه دا سوچه افغاني ډیزاين دی او دا خو کومه خبره نه ده ،چې شکلې شکاري . اوس هم ولسمشر دستاينې دا خبرې اوري ، چې ډیر ښه ذوق لري او دا ېې ښه نښه ده .
دیادونې وړ ده ،چې قره قل دومره ارزانه هم نه ده ، يوه ښه قره قل کېدای شي په سلګونو ډالره قیمت ولري او ځينې خو ېې بیا پر 3000 ډالره دي .
داسې ښکاري ،چې ولسمشر کرزی له قره قل سره ډیره مينه او شوق لري : که دهټيوالو خبرې رښتیاوي نو له کومې ورځې ،چې کرزی پاچا شوې دی ده په لسګونو قره قل خولۍ رانيولې دی دسید حبیب سادات په نوم هټيوال وايي : يوازې ما پر کرزي 15 قره قل خولۍ پلورلې دي ا ومختلف رنګونه ېې درلودل دکرزي شناوې ( خاګستري ) رنګ خوښیږي ، تورې او نور قره قل ېې خوله ېې هم رانيولې دي سادات وايي : ولسمشر پخواني دودنه ژوندي ساتي او غواړي خلکو ته ووايي : زه ځانګړو افغاني دودنو ته ژمن یم .