کابل بې نظمه ښار  په کثافاتو کې غرق دۍ!!!

کابل ښار له ګڼه ګوڼې ډک ولايت ، له بې نظمي او خپل سريو ډک ښار، د قانون ماتونې او زور واکانو د زور زياتو پلازمېنه او د اجتماعي ناغيړو د انفجار ستر مرکز دی،  کابل ته له ۳۳ ولاياتو څخه څوک له اجباره او څوک هم له شوقه را  کوچېدلي ، کابل  کوچني مساحت لري او د دې وړتيا نه لري چې ګرد افغانستان ته پناه ور کړي.
کابل  د ډارنو او بزدله حکومتيانو د حفاظت او د هغوي په پټنځای ، تر وزارتونه او دولتي اداراتو  ستر ديوالونه او موانع تاو کړل شوي ترڅو وزیران اوډارن مشران یې د افغانستا ملت ته خدمت وکړي ( فاسدین او جاسوسان
)  عمومي سرکونه بند دي  چې په حرامو ډک شوي خیټې ( وزیران ، معینان ، وکیلان او سناتورانو تګ راتګ وکړي ) د دولت مشرتابه خو لا پریږده ، پلي لاري بند دي او د تګ راتګ لپاره ستونزې خورا ډېر شوي  او بل داچې  تر هغه بد اخلاقه عسکر او پوځيان  نه وي ټول کړل او د موانعو او اغزنو تارنو د ساتنې لپاره درول شوي او خلک داړې او خولې اچوي دا د دې نظام د عسکروخادمین دي.
ترافيکي نظم او قانون ؛ ترټولو سترته ستونزه د ترانسپورت او نقليه وسايطو تيز رفتاره او باروړنکي موټرو خپله سره تګ راتګ او ترافيکو ضعيف مديريت دی چې له امله يې  د ښار څيره او نظم ککړ شوی دی. د ترافيکو پوليس په څلور لاريو کې ناست دي او ډله ډله  مجلسونه کوي او يا دې ته تم دي چې کله حادثه کيږي  يا جنجال چې د جوب غم وکړي .
دولتي چارواکي او د ملي شورا غړي په ټوليزه توګه قانون ماتونکي او د ترافيکي نظم او نظام متخلفين دي ، که يو وزير سهار له کور دفتر ته روانيږي ټولې لارې او کوڅې ورته تړل کيږي او جادې نظم په ټپه ولاړ،  که له دفتر کورته ځي هم دا کيسه . که ولسمشر  چېرته لاړ شي نو کابل ټول عمومي سرکونه او لارې بنديږي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ او امنيتي کسان او چاروکي هم پرمخ د ليوه پوستکي کش کړی وي.
و کيلان او سناتوران ، قوماندانان او مافيايي کړۍ د جادې پرخلاف ناسم مسير او لوريوته ازاد تګ راتګ کوي، ترافيک نه څه ورته وايي او نه حق لري ، يا د پيسو په زور يا د کوتک په ژبه  ورسره معامله کيږي ، خو تباه څوک دي  بچياره څوک دي او مظلوم کوم دي ، چې پر ځان  قانون پلي کوي يا پرې پلي کيږي  هغه عام بيچاره  وګړي او مزدور کار کرايه کښ موټر چلونکي دي  دغه راز وهل ، جريمه کول موټر ته يې زيان ور اړول  هغه موارد دي چې ترافيک بې رحمه او بې انصافه عسکر يې پر عادي موټر چلونکيو روزانه عملي کوي او څوک نشته چې پوښتنه وکړي.
د کابل ترفيکي بد او فاسد مديرت سختې جدي او هر اړخيزې کتنې ته عاجله اړتيا لري او ضرورت ده چې د ترافيکو پر قانون او شکلي اجراتو غور وشي او  فاسد ، رشوت خواره او حرام نفسه موجودات ترې لرې او د دې مهم نظام لپاره متعهد او مسلکي افسران په دندو وګمارل شي، چې د ولس په غم او ښادي او اجتماعي ضرورياتو پوه شي او درنښت يې و کړي، اوږده کالونه کيږي چې ترافيکي فاسد نظام خلکو ته په پلازمينه کابل کې ګڼ شمېر ستونزې را ولاړې کړي حتی بارداره ميندې په لارو او د موټرو په اوږده قطارونو کې  شفاخانې ته د رسيدو په نيت  او تمه ولادت کړی چې منفي اړخونه يې ډير دي او يانور ناروغان روغتون ته په لاره وفات شوي دي.
د ښاري نظم او نظافت موضوع هم ډيره دردونکې ده ، پلازمینه کې  ميشت وګړي کاملا له ښاري ژوند سره بلد نه دي اويا نه غواړي ښاري ژوند وکړي. د کابل لويو بازارونو لکه کابل منډوي ته چې ورشئ بلا بد کثيف حالت  ننداره کوۍ ، دوکانداران او نور پلورونکي  کثافاتو لپاره منظم او ټاکلي ځای کې له ورتلوعاجز دي او هرهغه کثافت چې توليديږي د دوکان مخې ته په لويه  لاره غورځوي، دغه ضد اخلاقي عمل د مسلمان له کردار سره سمون نه خوري دا تر ټول بد اجتماعي فساد او ککړتياده چې افغانان يې نه مراعات کوي، اوسني افغانان حتي په ځينو مواردو کې له وحشي ژويو هم بد بد کردارونه او اعمال ترسره کوي. په ځانګړي توګه نظافت برخو کې .
يا د سرمايه دار زامن ګورې چې له موټره خوړل شوي توکو باقي مانده يا د شرابو تش بوتلونه په روان حالت کې سړک ته خطا کوي،معمولا د حکومتي مشرانو زامن او فاميلونه په ورته غير اسلامي او اخلاقي اعمالو لاس پورې کوي او علت يې دادی چې پلار يا د کور کوم بل غړی یې په قدرت دی او زورلري نو زامن يې په شوق ښاري نظم او قانون ماتوي ، په ټولنيزو ناخوالو يا اجتماعي ناغېړو کې تل د زور واکه کسانو رفتار کردا په منفي او ضد اخلاقي چارو ولاړ وي او ستر متخلفين شميرل کيږي.
داسې نورې نيم ګړتیاوې او اجتماعي تشې هم شته اوکابل ښار یې محاصره کړی چې په لنډ وخت کې به درز ترې پورته کیږي، لکه په حمامونو کې بې کیفیه زهرجن ، پلاستیکي ، کمیاوي  او چرمي توکو سوزول، د ترانسپورتي  عارضه  لرونکو وسایطو لوګۍ او زهرجنو ګازاتو تولید. په هوټلونو کې هم ورته ستونزه هغه موارد دي چې د کابل چاپیریال او هوايې په لوړه کچه ککړه کړې او هیڅ څوک یا کومه اداره نشته چې دمخنیوي او اصلاح لپاره یې اقدام وګړي. پولیس دې که شاروالې یا نورې  ادارې د پیسو او رشوت په مقابل کې خپلې دندې اجرا کوي نه د ملت لپاره په خدمت کولو او حلال معاش اخیستو سره.
هیله ده هر لوستونکی په دې اړه خپل مسولیت اداکړي او د ښاري نظم پر جوړولو لیکنې او طرحې چمتو کړي ، ما په دې اړه مجموعي لید لوری بیان کړ او مخلص ډول باندې مې فوکس وکړ کني  د ستونزو هر عنوان لوی بحث دی.
الله دې د دې هیواد فاسد او حرام خواره مشرانو ته هدایت وکړي چې دولس او خدای لپاره کار وکړي او خپل آخرت ککړ او خپله دوسیه چټله نه کړي چې دم ګړۍ همدا کیسه روانه ده ، خو که د هدایت نه دي الهي ته یې کور او اهل بیت تباه کړې.