سوله او امنیت د انساني ټولنې دبقا او رشد لپاره ډیر مهم او برخلیک ټا کونکي موقف لري ، که سوله نه وي ژوند نشته ، پرمختګ به نه وي علم او دانش به نوي ، په سوله کې خیر دی سوله په الهي نظام کې ستر هدایت او بشارت دی او بلاخره له سولې پرته حیات هم نشته.
افغانستان پوره ۴۰ کاله کیږي چې د جګړو او ناخوالو په اور سوځي ، د جګړې منفي تبعاتوته په کتنې او ارزونې سره دې پایلې ته رسیږو چې د افغانستان د جګړې دوام اصلي عوامل په کور دننه د جګړې متقابل لوري دي ، د تنظیمي جګړو تاریخ ته په کتنې سره دا حکم کولای شو چې په جګړو کې د بهرنیانو ونډه او ملاتړ او مسیر ورکول د جګړې دنه ختمیدو اصلي او کلیدي عوامل دي.
د افغانستان روان حالات د څلویښت کلنې جګړې د سناریو یوه برخه ده ، د تنظیمي جګړو له ختمه ، د طالبانو د اسلامي امارت له حاکمیت او پر افغانستان د امریکایانو تر یرغل او بلاخره د لنډمهالې ادارې او بیا د کرزي دحکومت دوام او ختم او دغه راز د اشرف غني احمدزي د حاکمیت پیل او دادۍ روانې چارې او دجګړو شدت او د سولې د خبرو اترو مقدماتي ناسې او تفاهم تر حده د دریو اړخونو اول طالبان ، دوهم امریکایان ، دریم دغني حکومت دریځ او موخې د مطالعې وړدي.
طالبان او امریکا د جګړي مستقیم لوري دي، امریکا او ملاتړي یې د طالبانو نظام نسکور او تر یرغل وروسته د خپلې خوښې نظام او دولت پر جوړولو موفق شول، افغانانو ته دا موضوع یو زیری وو او په افغاني ټولنه کې د ژور تحول حیثیت یې هم غوره کړ، ټولو تمه لرلره چې سوله حاکمه شوه جګړه به نوي ، امریکایان ډیموکراسي راوړې او دوی به د اروپا او غرب په شان د یموکراسي او د خپلې خوښې ازادۍ تجربه کوي،
طالبانو جګړه او مقاومت پیل کړه ، په امریکایانو او ناټو ، د کرزي په عسکرو خوب حرام شو، د هیواد په ګوډ ګوډ کې جبهې جوړې شوې ، بریدونه او ویشتل وو، مرګونه او ژړاوې بیا پیل شوې ، جګړه وغزیده او امریکایانو ظلم او وحشتونو ته اړم شول ، کلي او کورونه ، جوماتونه او مدرسې عالم او ملا ټول دامریکایانو هدفونه وو او دالړې تر همدې دمه دوام لري او له افغانانو څخه قربانې اخلي.
د افغانستان جګړه له شک پرته ژور خارجي اړخ لري ، استعمار او یرغل ، تجاوز او د د ې خاورې د شتمنیو لوټول یې منځ پانګه جوړوي ، پوښتنه داده چې د دې تحمیلي اولس کلنې ګړې اصلي مسببین څوک دي ، ولې جګړې ته خوشحاله دي ولې خپلې خاورې ، آزادي او دیني مقدساتو ته درناوی نه لري ، دا په څوک وي چې له غلامۍ څخه خوند اخلي او خپلواکي ورته ننګ دی، له بده مرغه داشرخوښه عناصر د همدې خاورې بچیان دي ، په همدې خاوره کې زیږیدلي او د همدې مور به لمن کې را لوی شوي دي،
څوک د خلق او پرچم څوک د ډیموکرات او څوک د جهاد او مجاهد په نامه د خپلې خاورې عزت لوټ کړ،چا انګریز ته چا روس ته او چا هم امریکې ته غلامان شول او د دې خوارې دروازې یې د هغوی پرمخ خلاصې کړې او خپله د غلامۍ په ټغره په شوق او مینه په ناز او نعمت پریوتل ، مجاهد او کمونیست ګډې موخې برابر او پلي کولو ته یې سره متحد شول ، نوکري او بادري د یادو ډلو ټپلو لپاره بې مفهومه شوه ټول لاړل او غلامان شول په چور او تالان کې مخکښ شول او امریکاي ډالرو جمعه کولو ته فدایان شول.
دا شرخوښه او بې ضمیره افغانان هغه عناصر دي چې حکومت او قدرت دوی ته مختص دی دوی امتیاز پورته کوي او دګڼو ناخوالو عاملین او بنسټګر هم هم دوی دي ، دوی نه دین او نه افغانیت پیژني ، نه ناموس او نه خپلواکي پيژني د دوی سترګې امریکایی ډالر اروپایی ژوند او غربي عیاشیو پټې کړي دي ، دوی د افغان مظلوم ولس له درد او ویر څخه خبردي ، خو بې ارزښتنه دي ورته ، ښځې او ماشومان یې په اروپا او امریکا کې ژوند کوي او د جنګ ځپلي افغان ماشومانو حالت ورته عادي او بې مفهومه کیسه ده.
دوی د یرغل او استعمار اصلي عاملین دي ، د امریکا یرغل ته هم دوی زمینه برابره کړه ، اوږدې ژيرې او پکولونه ، لنګوټې او د ستمالونه پلنګې جامې او چپنونه یې اچولي لافې د غیرت او افغانیت وهې تکیه به دین او اسلامیت کوي همدایې ظاهري قوارې دي چې د ډالرو پر مټ ځان ته جوړې کړي او په عیش عشرت کې ډوب دي.
که له یوې خوا جګړه ده او تباهي له بلې خوا مزې دي ، یوه ډله د خدای د دین او اسلام په لاره په دښتو او غروڼو کې شپې سباکوي ، مقاومت کوي او خپله خاوره ساتي ، لوږه ، تنده ، درد او فقر ګالي له خپل سر او مال څخه تیر دي د دې خاوري آزادي لپاره خپله وینه ورکوي ، نه له کور او کلي ، نه له مور او پلار ، نه له میرمنې او اولاده څه خبر دي او نه دنیايي مینه او شهوت لري ، دوی د خدای او خپل ولس لپاره ځان قربانوي.
خو دې خواته اجیران او غلامان ټوله ورځ د ملت تباهي او بربادیو ته آخته دي ، د خپلو بادارانو په اشارې او دستور جوماتونه او مدارس ، ملایان او عالمان ، طالب او محصل په مختلفونومونو وژني ، کلي او کروندې بمبارکوي ، پرناموس اصغر او اکبر تجاوز کوي ، مړی او ژوندي ته بې عزتي کوي کفر او الهاد د دې خاورې پر زنانه حاکم کوي ، بلاخره د هرډول خیانت او جفا لپاره دوی چمتو دي او په مقابل کې ډالر او په حکومت کې موقف ترلاسه کوي ،نو په حقیقت کې له ۲۰۰۱ څخه تر همدې دمه د امریکایانو په لاس د جوړ شوي نظام یوه ستره برخه له همدې خلکو څخه تشکیل شوی ،
یاد مفاسد دم ګړی د جګړې اصلي مسببین دي او د سولې پر وړاندې خنډ پورته کونکي په توګه هم خپلې ونډې او اغراض په شیطانې ډول پلی کوي ، د حکومت اکثریت سهم لرونکي داسې خلک او موجودات دي چې اوصاف یې پورته بیان شول ، د افغانستان د روان ناخوالي او جګړې غزیدنه دهمدې خلکو په کړه وړه پورې اړه لري او همدا دوی دي چې امریکایانو ته ژمن او وفاداره غلامان دي،
د خدای رب العزت وعده خو حق ده چې فرمايي دنیا د مسلمان لپاره د آزمایښت ځای دی ، نو دې الهې زیرې ته په توکل سره کامیابي او نصرت اخر د مظلوم دی او ظالم به تباه کیږي.
وروستي