دا وړۍ نه شړۍ کیږي ( امنیتي ناغیړي)

په دې ورستیو کې امنیتي ننګونې او پرتې اوږدې ستونزې، هیواد له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی ، پوره ۱۵ کاله کیږي افغانان د امنيت تږي دي او ګڼې ستومانۍ یې تجربه کړې تباهۍ نه بغیر نور څه حاصل نشول ، هیلې موجودې وې چې امنیتي حالات ښه شي او د خلکو له کورو جنازې او مرګونو مخه ونیول شي. خو دا هیله له ‌‌ډ‌يرو خلکو سره قبرته لاړه .
د کرزي د جمهوري ریاست له اوږدې دورې ورسته د ملي وحدت حکومت له رامنځته کیدو سره سم امنیتي حالات ورځ تربلې ترینګلي شول ګن شمېر خلک شهیدان او زخمیان شول ، متعدد ترهګریز بریدون ترسره شول ولایات او ولسوالۍ د دولت له کنتروله ووتل ، پاکستاني جاسوسان او ترهګر لا فعاله شول ، د سیمې ستخباراتي لبوې زور واخیست ، نیابتي جګړوته مخه خلاصه شوه .
امنیتي حالا په ټولیزه توګه بد او خلک له نظام او امنيتي سکتور څخه ناهیلي شول، په دې ورستیو کې ارګ ناستو مشرانو امنیتي سکتور کې ځينې ګمارنې وکړې او نوي چوکې او مقامات یې تشکیل کړل لکه د ملي امنیت پخوانی رئیس امرالله صالح د ولسمشر غني د یوه فرمان له مخي د پوځ او پولیسو د لوړپوړو افسرانو ګومارنه او ترفیع چارو کې د دولت د وزیر په توګه وټاکل شو چې دی به ولسمشر ته مشوره ورکوي او خپله به هم ګمارنې کوي، حال دا چې د اساسي قانون پرخلاف او له حقوقي اړه د غه ګمارنه ترډيره ستونزه لري.
 
امرالله صالح د احمدشاه مسعود له نژدې کسانو څخه ګڼل کيږي او په انتخاباتي کمپاینونو کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ملاتړی وو . غني د دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو غوښتي چې د اصلاحاتو په لړ کې له امرالله صالح سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
خبره داده چې قحطي الرجال دی که کوم داسې خاص فشار له وجې ولسمشر اړکیږي چې داډول ګمارنې وکړي ؟ دا یوه پوښتنه ده او جدي ځواب ته اړتیا لري چې له شک پرته د ملت غوښتنه او د هیواد روان حالت ورکې انځور کیږي. د ښاغلي امرالله خان په ګمارنه کې د را ولاړو شویو پوښتنو په لړ کې ګڼ شمیر پوځي کادرونه غوسه شوي او په دې برخه کې د ولسمشر پر دې اقدام نیوکې کوي. امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړوپوړو افسرانو د ګومارنې د عالي بورد رهبري، د افسرانو او پولیسو د ترفیع او ګومارنې په اړه ولسمشر ته مشوره، د افغان پوځ او پولیسو د ودې او پرمختیا له پروګرامه څارنه او د ملي امنیت د شورا په غونډه کې ګډون هغه دندې دي، چې امر الله صالح ته یې سپارښتنه شوې ده. دامنیتي چارو کارپوهان وايي چې دغه اقدام په ټولیزه توګه موثریت نه لري او ترخوایې ګن نور سرخوږي به را پورته کړي چې حکومت به ورکې دوب شي.
د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي مشران او جنرالان چې یو عمریې خدمت کړی، د امنیت په راوستلو کې موثر واقع شوي وو ، د ندې یې ګټې لرلې خلک ترې راضي وو ، قربانی یې ورکړي دي د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي سخت ټپیان شوي او لاهم امنیتي خوندي توب نه لري. بې سرنوشته پراته دي او څوک یې پوښتنه نه کوي او دوی راپورته شوي نوي هڅې او تغیرات د ځان او نورور همسلکانو لپاره بې عدالتي بولي.
پوښتنه داده چې ولي ولسمشر او د حکومت مشران په تیره د امنیتي سکټور مشرتابه په دې اړه بې غوره او د هغوی له دې تور ژوند څخه نه دي خبر . بله پوښتنه داسې را اخیستل کیږي چې د دې بې برخلیکه او خوارو لوړ رتبه افسرانو او پوځیانو پوښتنه به کیږي او امرالله خان به څه وکړي کنه؟
ویل کیږي ولسمشرۍ ماڼې دا ګومارنه په امنیتي سکتور کې د ستونزو د حل او ګډوډيو د مخینوي لپاره کړې ده. دا، چې د امر الله صالح دا دنده به د جګړه ځپلې هېواد افغانستان په روانو شرایطو څه اغېزه ولري کنه وخت به یې ځواب ووایي.
د ځينو تیرو تجربو له مخې داسې پتیل کیړي چې د تشکیلاتو پړسوب هیڅکله د ملت په ګټه نه وو او له دې ورسته به هم نه وي ، داسې اندیښنې شته د دولت په خیټه کې د دې وزارت نوی رامنځته شوی تشکیل به هم د ګنو جنرالانو او پوځي مامورینو له برخیلک ټاکنې عاجز پاتې شي. که څه هم له حقوقي اړخه یاد فرمان او ګمارنه په تناقض کې واقع شوی.
بیچاره ګې او اداري فساد تعصب او ګڼ نورې ستونزې هغه موارد دي چې بیشمیره قربانۍ يې له امنیتي سکتور څخه په مختلفو برخو کې اخیستی او دا لړی لاهم روانه ده. سره له دې چې داستونزه په ملي کچه مطرح کیږي خو بیا هم ګه د هیواد او ملي ګټو لپاره موثره وي په لوړه کچه به له ملاتړ برخمن شي.
په پای کې ولسمشر ته وړاندیز کیږي چې پر هیواد او ملي ګټو باور لرونکي پوځي افسران او ملکي جنرالان په مختلفو سکټورنو کې چې لا هم بې سرنوشته او ستونزو کې قرار لري د خاصې پام لرنې وړ وګرځي او هیود ته د خدمت کولو فرصت ورته برابر شي. افغانستان د هر افغان کوری دی او هر افغان حق لري په نظام کې د خپلې پوهې او تجربې او مسلک له مخې په دندو وګمارل شي ، د امن افغانستان په هیله.
لیکوال : عبدالغفار کامیاب