د افغانستان د جګړې ګټونکي  طالبان دي  که امریکا؟

پر افغانستان د بهرنیانو یرغل تازه خبره نه ده افغان ولس د جګړو او ناخوالو ترخې تجربې زړونو کې ساتلي دي . پر افغانانو د پخواني شوري اتحاد له شرمه ډک یرغل او تیری نړیوالو ته په زړه پورې خبره نه وه ، خو د یرغلګر شوري پوځیانو ماتې او ناکامي بیا هغه تاریخي سبق وو چې  پر نړیوالو باندې خوب حرام کړ.
 
د افغانانو جهاد او مبارزه دا په ګوته کړه چې دوی له خپلې خاورې ، دین او ناموس څخه د دفاع کولو همت او هوډ لري ، سره له دې چې نړیوال  د افغانانو له میړانې او د دوی له کارنامو څخه ښه پوهیدل  او هر استعمارګر او یرغلګر له برخلیک څخه هم خبر وو خو په سپین سترګۍ سره  د تروریزم په نامه د یو هوايي داستان په جوړلو سره پر افغانستان یې د امریکا په مشري یرغل وکړ.
 
طالبان  څنګه مطرح او د بریالیتو ډګرته ورسیدل ، دا هغه پوښتنه ده چې  د افغانانو په ګډون نړۍ یې هم په ځواب ښه پوهیږي   له اویا یمې لسیزې  را په دې خوا په افغانستان کې د تنظیمي جګړو او ناخوالو  شدت ملیونونه افغانان تباه او هیواد یې په کنډوالو بدل کړ . د دې  سترې غمیزې ختمونکي او اصلي فاتحان له شک پرته د طالبانو اسلامي تحریک وو  او دوی وتوانیدل افغانستان د احزابو ، ډلو ټپلو او ګوندنو  له خونړیو منګلو څخه وژغوري.
 
د طالبانو د نظام له رامنځته کیدو سره سرم د نړیوالو ډار او وحشت هم زور واخیست ، نړیوال د طالب نظام او قدرت ، نظم او امنیت  ته  ګوته په غاښ وو، دوی تصور کولو چې نړیوالو ته به  دوی په راتلونکي کې ستر ګواښ وي ، امریکا او ملاتړي یې لاس په کار شول او د اسلامي امارت پر تازه قدرت ته رسیدلي نظام یې یرغل وکړ او د افغانستان تاریخ یې داغ داره کړ.
 
د امریکا تر یرغل وروسته  د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ په نامه  تازه څیرې او متفکر مغزونه را ‌ډګر ته شول ، امریکایان او متحدینو یې داسې انګیرل چې دوی د افغانستان خاوندان شول.  د یرغل پر دوهم او دریمو کالونو د افغانستان مجاهد او مسلمان ملت بیا مټې راونغاړلې او د جهادي لیکو پر پیاوړتیا یې پیل وکړ ، امریکایان او ناټو ځواکونو ته د هیواد په مختلفو سیمو کې  سرې لمبې  بل او ورځ یې په تورو شپو ور بدل کړې.
 
جګړه او مبارزه ، مقاومت او شهادت ، تباهي او قرباني  او ستومانیو داسې زور واخیست چې تاریخ ورته ګوته په غاښ شو، د امریکا او ناټو تر غاښو په  پرمختللي وسلو او تکنالوژی سمبال ځواکونه په ګونډو شول، حتي خپلو اډو او مرچلو کې آرامه نه ول ، په زرګونه امریکايي سرتیري مړه او ټپیان شول ، د ناټو په چوکاټ کې هم زرګونه  خارجي عسکروخپل ژوند له لاسه ورکړل او تر زرګونه معلول او معیوب  شول ، داسې شواهد او کره احصایې هم خپرې شوې چې بیشمیره یرغلګر سرتیرې په روانې او روحي تکالیفو اخته او بیرته په غیر نورمال حالت کورو ته وګرځيدل.
 
سره له دې چې افغان مجاهدینو ته هم درانه د سر او مال زیانونه را واوښتل ، خو عظم او اراده دا وه  چې هیواد به آزاد کړي او د یرغل ټغره به ختمه کړي، د طالبانو دا میړانه او تاریخي مبارزه د سلګونو دیني عالمانو او مجاهدینو د وینو په برکت رنګ راوړ ، جګړه او تباهي له شک پرته چې منفي تبعات هم لري ، خو د مسلمان لپاره بیا دکفر پروړاندې له خپل دین او هیواد څخه دفاع کول او له ځان څخه تیرېدل د دنیوي اجر ترڅنګ اخروي اجر او ښې ګڼې هم لري.
 
د افغانستان په اولس کلنه  جګړه  کې ملکي بیګناه وګړو ته د  سر او مال درانه نه جبیره کیدونکي زیانونه اوښتي دي، د امریکایانو  په لاس جوړ شوی نظام او حکومت د جګړې او مبارزې اور د خپلو ګټو د تامین لپاره تازه ساتلې  او ناقصه او احمقانه تګلاره  لاهم دوام لري ، سره له دې چې امریکا او ملاتړي هیوادونه ، ناټو او تمویلونکي یې نور نو د افغانستان د جګړې دوام ته نه دي خوشحاله او لک شک پرته دا جګړه ډالري قوت ته اړتیالري او ترڅنګ یې بشري ځواک ته هم ، چې دم مهال دواړه د تباهۍ کندې ته روان دي.
 
د افغانستان جګړه له مالي اړخه تمویلونکي هیوادونو ته بې خونده ده او دوی نه غواړي چې له اقتصادي ناورین سره مخامخ شي، امریکایان د جګړې اصلي طرف په توګه نور داتوان نه لري چې په ملیون ډالري پوځي پانګونې سره د امریکا د ولس پر وینو او غوښو تجارت وکړي، که څه هم د دې جګړې یو ه موخه د افغانستان د کاڼونو لوټول او د دې خاورې د شتمنیو غارت کول وو، چې له شک پرته د خپلو جاسوسانو او غلامانو پرمټ دې هدف ته هم ورسیدل او ګڼ قیمتي کاڼونه یې په مختلفو کچو او ارزښتونو استخراج  او لوټ کړل.
 
په ټولیزه توګه د دې اولس کلنې جګړې ګټونکي طالبان دي ، سره له دې چې له هره اړخه دوی ناتوانه او بې وسه وو  ، خو ټینګه او اسلامي ارده یې  د نه ماتېدوني ځواک په توګه دوی له خپل دین ، خاورې او ناموس څخه د دفاع او قرباني ورکلو په برخه کې  تر پخوا ډیر ټینګ کړل.
 
پر افغانستان  د امریکايانو یرغل که له مختلفو اړخونو وڅیړل شي تر ټولو خطرناک اړخ یې د افغان ځوان نسل پر عقایدو او اجتماعي اخلاقو کې د منفي بدلون راوستل او بنسټیزه کول دي ، همداسې نورو برخوکې هم له زیانونو ډکې اغیزې پرتې دي چې ترمیم او جوړل یې اوږده مبارزه غواړي.
 
په ټولیزه توګه د روانې جګړې دواړه اړخونه  په دې ښه پوهیږي چې اصلي بریالی څوک دی ، چې د  جګړې د ختمولو لپاره  د مخامخو خبرو پیلیدل په ښکاره توګه  زمونږ دخبرو او قضاوت د تایید په معنی ده.
 
امریکا او متحدین یې د افغانستان د جګړې ختمولو ته پوره پوره ژمن او چمتوالی لري ، خو د غني او عبدالله حکومت پر صداقت او هوډ باور کول ګران کار دی، داسې رپوټونه خپاره شول چې ډاکټر غني نه غواړي د سولې روانې خبرې عملي بڼه پیداکړي. دم ګړۍ دوی  په دې لټه کې دي چې د امریکايي لوري ذهنیت او مفکوره بدله کړي ، له بلې خوا د سیمې استخباراتي لوبې او غلطو تګلارو څخه هم جوتیږي چې د افغانستان د سولې لپاره سیمه ایزه علاقمندي  شتون نه لري.
 
اما طالبان د افغانستان د روانې جګړې د ګټونکي په توګه د سولې خبروته پوره ژمن دي او صادقانه ګامونه یې هم اوچت کړي ، چې په پراخه کچه له ولسي ملاتړ څخه برخمن دي ، تمه داده چې د غني حکومت دې د سولې له مخالفت څخه لاس واخلي ، افغانان له وینوتویولو نه خسته دي او جګړې ته هم علاقه نه لري. غني او عبدالله د ملت دې غوښتنې ته باید احترام وکړي که غواړي تاریخ د دوی په اړه له دې زیات بد قضاوت ونه کړي.