
جرمني پتېیلې چې له دغه هیواد څخه د کډوالو د ویستلو بهیر نور هم ګړندی کړی دی او غواړي هغه کډوال ژر تر ژره له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته ولیږي چې د پناه غوښتلو درخواست یې نه دی منل شوی.
په دغو کډوالو کې هغه شمیر افغانان هم شامل دي چې د هیواد د شمال او کابل څخه مهاجر شوي دي، دغه موضوع د المان دولت تایید کړې ده او د پارلمان تصویب ته اړتیا لري.
جرمني ویلي دي چې د افغانستان شمال او کابل امن دي نو له دې امله اړتیا نشته چې له دغو سیمو دې مهاجرین ومني.
له بلې خوا د نوې مقررې په تصویب سره به د جرمني د مهاجرت ادارې اجازه ولري تر څو د کډوالو تلیفونونه کنترول کړي.