
په پاکستان کې د وروستیو بریدونو وروسته دغه هیواد د یادو بریدونو پړه په افغانستان ورواچوله چې په غبرګون کې یې پاکستان د تورخم دروازه وتړله او د ننګرهار ولایت ډیورنډ کرښې ته نېږدې ولسوالۍ یې د خپلې توپخانې تر بریدونو لاندې راوستې.
له دې سره پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد پوځ به د ترهګرو د له مینځه وړلو لپاره د افغانستان په خاوره کې دننه پوځي عملیات وکړي.
دغه خبرې د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق (ډار) له امریکاغږ سره په یوه مرکه کې کړي دي.
نوموړي ویلي دي چې ځینې اسناد او شواهد په ډاګه کوي چې د افغانستان له خاورې د دغه هیواد پر وړاندې ناوړه استفاده کیږي نو له دې امله دوی موافقې ته رسیدلي تر څو د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال وویل چې د پاکستان توپخانې بریدونه پر افغان خاوره دریدلي دي، او همدغه خبره د ننګرهار چارواکو هم تایید کړې ده.