
د امريکا دفاع وزارت وايي چې له افغان ولسمشر سره يې د دغه هېواد په امنيتي ځواکونو کې د اصلاحاتو راوستو په اړه خبرې کړې دي.
د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) وياندې سارا هيګنس په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي چې څو ورځې مخکې په المان کې د مونيخ امنيتي کنفرانس په څنډه کې دواړو مشرانو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
هغې زياته کړې چې د امريکا دفاع وزير جېم ميټس له افغان ولسمشر اشرف غني سره په امنيتي ځواکونو کې د اصلاحاتو راوستو تر څنګ د فساد پر ضد پر مبارزې هم خبرې کړې دي.
د نوموړې په وينا، دواړو مشرانو د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره پر ګـډ کار کولو ټينګار کړى دى.
د دفاع وزارت ويانده وايي، ټاکل شوې وه چې ميټس افغانستان ته هم خپل لومړى سفر وکړي، خو د خرابې هوا له امله يې سفر وځنډېد.
بلخوا د امريکا دفاع وزير جېم ميټس ويلي چې له ولسمشر غني سره يې په مونيخ کنفرانس او د ناټو له قوماندان جنرال نيکولسن سره يې په ويـډيو کنفرانس کې د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او د سرتېرو د شمېر د ارزونې په اړه خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې چې خپلې ارزونې او وړانديزونه راټولوي، بيا يې ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کوي او هغه به وروستۍ پرېکړه کوي.
نوموړي ويلي: ((ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه زما او د نورو امنيتي او استخباراتي ادارو ارزونو او وړانديزونو ته منتظر دى.))