
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ جنرال هربرټ ریمونډ مک مسټر د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه ټاکلی. د ملي امنیت مخکیني سلاکار مایکل فلین په دې وروستیو کې په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره د اړیکو له ډاګیزه کېدا وروسته استعفا ته اړ شو.
هربرټ مک مسټر افغانستان او عراق کې د امریکا په پوځ کې کاري مخینه لري. نوموړي په دغو هېوادونو کې د "فساد ضد" یوه دولتي پروګرام په برخه کې همکاري هم کوله.
ډونلډ ټرمپ د ښاغلي مک مسټر تر ټاکلو وروسته هغه یو مناسب او د لویې تجربې لرونکی سړی وباله او زیاته یې کړه چې په پوځ کې ټول هغه ته ډېر درناوی کوي.
پر نوې دنده د جنرال مک مسټر له ټاکل کېدا سره به کیت کلاګ د نوي سلاکار د دندې تر پیلولو پورې د جنرال مک مسټر د دفتر د مشرۍ دنده پرغاړه ولري.
څو ورځې وړاندې د سمندري ځواکونو یوه قومندان رابرټ هاوارډ د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د پوست وړاندیز رد کړ.
جمهوریپال سناتور جان مکین ددغه نوې ګومارنې په اړه لیکلي: جنرال مک مسټر د ملي امنیت د سلاکار د دندې لپاره مناسب کس دی. زه له هغه سره د اوږدمهاله پېژندګلوۍ ویاړ لرم، له فکري اړخه، هغه یو پیاوړی سړی دی.