په څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې سومالیا، نایجریا او یمن کې د لوږې له کبله ناورین راتلونکی دی او په دې دریوو هېوادونو او جنوبي سوډان کې ۱٫۵ میلیون ماشومان بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.
دا خبرداری یوه ورځ وروسته تر هغه اعلان شوی، چې په جنوبي سوډان کې د لوږې کچه تر ناورینه رسېدونکې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ "یونیسف" ادارې پرون وویل، سومالیا، نایجریا او یمن د جنوبي سوډان په څېر له ورته بشري ناورین سره مخامخ دي.
دوی وايي، نږدې یونیم میلیون ماشومان په یادو دریوو هېوادونو او جنوبي سوډان کې د لوږې له سخت خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، نژدې نیمايي سومالیایان بشري مرستو ته اړتیا لري.
سرچینه وايي، ۱۸۵ زره ماشومان سومالیا کې له لوږې سره مخامخ دي، چې د اټکل له مخې تر راتلونکو څو میاشتو به دا شمېر ۲۷۰زرو ته لوړ شي.
د نایجریا په شمال ختیځ کې ۴۵۰ زره ماشومان په هغو سیمو کې د شخړو له کبله زیانمن شوي، چې د بشري مرستو رسول ورته ستونزمن کار دی.
یونیسف وايي، په تېرو دوو کلونو کې یمن کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه شوې، چې دا مهال هلته ۴۶۲ زره ماشومان له سختې لوږې سره مخامخ دي.
د یونیسف مشر انتوني لیک ددغه وضعیت د کابو کولو لپاره د چټک خوځون غوښتنه کړې ده. دی وايي لاهم موږ ګڼ انسانان د مرګ له خولې ژغورلی شو.
په پام کې ده چې د امنیت شورا کې د غړو هېوادونو سفیران راتلونکې میاشت د نایجریا شمال، کمیرون، چاډ او نیجر ته سفر وکړي او هلته د بشري مرستو لپاره د نړیولو پام ورواړوي.
د جنوبي سوډان چارواکو ویلي وو، په تېرو شپږو کلونو کې هلته سږکال لوږه وروستۍ کچې ته رسېدلې ده.
حکومت او ملګري ملتونه وايي، د کورنۍ جګړې او مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت له کبله ۱۰۰ زره کسان د لوږې له کبله له مرګ سره مخامخ دي او تر یو میلیون ډېر وګړي وږي دي.