
د روڼتیا نړیوال سازمان وايي، تر څو چې په منځني ختیځ کې د فساد پراخېدونکې جرړې له منځه تللې نه وي، د داعش ډلې ماتول ناشوني دي.
دغه سازمان وايي، د فساد پراخېدو سره د داعش ډلې لمن هم پراخېږي.
د یاد سازمان له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې د برېټانیا او امریکا په ګډون، د لوېدیځو هېوادونو دولتونه د هغه فساد پر وړاندې د جدي ګام په نه اخیستو تورن شوي، چې د ترهګرۍ - په تېره بیا په منځني ختیځ کې د خپرېدو اصلي لامل ګرځي.
دغه سازمان پر حکومتونو غږ کړی چې خپلې پوځي بودیجې ډېرې کړي.
دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې عراقي ځواکونه د داعش ډلې مهم ښار موصل ته د پرمختګ په حال کې دي.
راپور زیاتوي چې داعش د سخت دریځۍ او پوځي ګومارنې لپاره له فساد خپرولو ګټه اخیستې ده.
د شفافیت نړیوال سازمان د دفاع او امنیت پروګرام مشره کترین ډیکسن وايي، فساد هغه شعار دی چې دغه ډله پرې خپل ملاتړي راغونډوي.
هغه وايي:"نړیواله ټولنه په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت په څېر ډلو د ایډیالوژۍ د مخنیوي لپاره ډېرې هلې ځلې کوي، ځکه دغه ډلې هلته د تبلیغاتو له لارې کسان ورجذبوي، خو ټولې هغه مادي زمینې یې ناګاره ګڼلې دي چې دغه ډله یې په ترڅ کې وده کوي.