امریکا په خپله نوې دفاعي بودجه کې پاکستان ۳۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

امریکا د ۲۰۱۷ کال په دفاعي بودجه کې د افغانستان په پرتله پاکستان ته ۹۰ میلیونه ډالر زیات ځانګړي کړي دي.
پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ناټو له دایرې بهر د امریکا په هغو متحدینو کې شمېرل کېږي، چې د نړیوالې ټولنې زیاته برخه مرستې یې ترلاسه کړې دي، خو په دې جګړه کې هېڅکله ملګری او متحد نه دی پاتې شوی.
د ۲۰۱۷ کال لپاره د امریکا د پوځي مرستو په بودجه کې د پاکستان لپاره تر افغانستان ۹۷ میلیونه ډالره زیاتې مرستې وړاندیز شوې دي.
د روان کال لپاره د امریکا په دفاعي بودجه کې د پاکستان لپاره ۳۲۰ میلیونه او د افغانستان لپاره ۲۲۳ میلیونه ډالر په پام کې نیول شوي دي.
امريکا د ۲۰۱۵ کال په اګست مياشت کې پر پاکستان له دې کبله خپلې پوځي مرستې بندې کړې، چې په دغه هېواد کې دننه يې د حقاني شبکې او نور ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام نه دی کړی، خو ډېر ژر دغه بندیزونه لرې شول.
د امریکا د کانګریس د رپوټ پر بنسټ، له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۰ کاله پورې د امریکا کانګریس پاکستان ته په پوځي او اقتصادي برخو کې ۲۶ میلیارده ډالره مرستې تایید کړې، چې شاوخوا اته نیم میلیارده په مستقیمه توګه د پاکستان بودجې ته ورکړل شوې دي.
په دغو مرستو کې ۱۷،۲۲ میلیارده ډالره پوځي او ۸،۶۸ میلیارده ډالره اقتصادي مرستې شاملې وې.
شنونکي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا د مرستو څرنګوالي ته په کتو وايي، چې افغانستان په ترهګرۍ ضد جګړه کې مستقیم رول لري او د ترهګرۍ ځپلو په هدف بايد د پوځي مرستو زياته برخه د پاکستان پر ځای افغانستان ته ورکړل شي.
د پوځي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت له پاکستان سره د امريکا په لویه کچه پوځي مرستو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، دې ته په پام سره، چې د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ او روزنه کوي، دغه هېواد ته مالي مرستې په غيرمستقيم ډول د امریکا له خوا د ترهګرۍ تمویلول دي.
نوموړی وايي، دغه نوې پوځي مرستې به هم د پاکستان له لوري په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر پياوړتيا ولګول شي.
د امریکا متحده ایالتونو له ۱۹۴۸ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې پاکستان ته تر ۹۰ میلیارده ډالره مرستې ورکړې دي.
په داسې حال کې چې پاکستان په ښکاره د افغانستان پر ضد وسله وال طالبان حمایه کوي، اسلام اباد ته د امریکا له خوا دغه مرستې دا تحلیل پیاوړی کوي، چې د افغانستان موجوده وضعیت د دواړو هېوادونو د ګډ پلان برخه ده.