
په پاکستان کې پر زیارت تر خونړي برید وروسته دغه هېواد پر افغانستان د توپونو خوله سمه کړه او له تېرې جمعې راهیسې یې د ننګرهار او کونړ ولایتونو په یو شمېر سیمو سلګونه توغندي را وتوغول. په دغو توغندويي بریدونو کې زرګونه کورنۍ له سیمې کډه شوې دي او پر مالي زیانونو سربېره، ځاني زیانونه یې هم اړولي دي. وړمه ورځ پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د پاکستان جنګي الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوتي او عملیات یې کړي دي. په دې تړاو پرون د پاکستانۍ رسنیو بل تود خبر دا و چې دغه هېواد تورخم او چمن ته پوځي قوتونه او شوبلې لېږلي دي. ویل کېږي چې پاکستان د معمول خلاف له تېرو څو ورځو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې لا ډېر پوځیان او درانه تجهیزات ځای پر ځای کړي دي. له دې څخه د پاکستان مقصد څه شی دی؟ دا په حقیقت کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني پاروونکي مانورونه دي. دا مانورونه کولای شي چې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خرابې او بالاخره په شخړې واوړي. امریکا چې د امنیتي او دفاعي تړون له مخې د دا ډول حالاتو او ګواښونو د دفع کولو په وړاندې مسوولیت لري، یوازې د حالاتو ننداره کوي. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان پر حریم تېری کوي، بلکې په وروستیو کلونو کې یې تکرارً دا ډول پاروونکي اقدامات ترسره کړي دي. خو د بهرنیو ځواکونو غبرګون تل سوړ و. موږ په دې قضیه کې د بهرنیو ځواکونو پر مداخلې او غبرګون د دې لپاره ټینګار نه کوو چې ګنې افغانان کمزوري دي او ټوله تکیه یې پر بهرنیانو ده، بلکې هدف دا دی چې امریکا او بهرني ځواکونه باید د افغانستان پر وړاندې خپل تعهدات پر ځای کړي. کله چې امنیتي او دفاعي تړون د پاکستان د راکټي بریدونو چې یو ښکاره تجاوز دی، مخه نه شي نیولی، نو موجودیت یې د څه لپاره؟ موږ په دې برخه کې حتی د امریکایانو کوچنۍ هڅه هم نه ده لیدلې. د ملي یووالي حکومت هم تر اوسه له نړیوالو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه نه ده کړې. دلته نور شکونه هم پیدا کېږي، هغه دا چې تېر کال په تورخم کې د دروازې لګولو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړه وشوه، چې افغان لوري ته یې زیانونه هم واړول، خو کله چې وروسته خبر روښانه شوه، د ملي یووالي حکومت له پاکستان سره د تاسیساتو او د دروازې جوړولو پر سر پټه معامله کړې وه. دا هم له امکانه لرې نه برېښي چې د پاکستان اوسني تحرکات دې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لا ډېرو تاسیساتو د جوړولو او د پوځیانو د ځای پر ځای کولو لپاره وي.