
په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه غور کوي، د امریکا دفاع وزیر ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.
افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو استول هغه مسئله ده چې هم پلویان او هم مخالفین لري.
مخالفین یې وايي چې د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري خو پلویان یې وايي، د سرتېرو د شمېر زیاتېدل په افغانستان کې د امنیت او ثبات له راوستو سره مرسته کولای شي.
د امریکا دفاع وزیر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ دا مهال د افغانستان د جګړې د وضعیت په اړه د استخباراتو او پوځ راپور ته سترګې په لاره دی.
امریکايي چارواکي له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د هغې طرحې په اړه غور کوي چې افغانستان ته د څو زره اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کوي.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل، افغانستان اوس مهال د پخوا په پرتله په خورا کمزوري او خراب حالت کې دی.
مټېس افغان ځواکونه وستایل خو ویې ویل چې دوی د طالبانو د حملو د شنډولو لپاره خورا زیات تلفات ورکړي دي.
پخواني ولسمشر بارک اوباما چې د افغانستان جګړه له مخکنۍ ادارې څخه ورته په میراث پاتې وه، د سرتېرو د شمېر په کمولو سره د جورج ډبلیو بوش له خوا اعلان شوې د ترورېزم پر ضد د جګړې ستراتیژي د یاغیانو پر ضد مبارزې پر ستراتیژۍ بدله کړه.
د اوباما د ادارې پالیسي دا وه چې د جګړې په ډګر کې به په زیات شمېر سرتېري ښکېل نه وو، بلکې کم شمېر ځواکونو به د یاغي ډلو پر ضد ځانګړي ځمکني او هوايي عملیات کول او همدې پوځیانو به افغان ځواکونه روزل.
خو د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې له دې ستراتیژۍ سره د افغان حکومت وسله وال مخالفین لا ځواکمن شول او پراخې سیمې یې لاندې کړې.
ژمی په تېرو کلونو کې د جګړو د سړېدو او پسرلی د تشدد د زیاتېدو فصلونه وو، خو له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې زیاته برخه نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، د سړو په فصل کې هم جګړې زور اخلي، سږ کال ژمی هم ډېره وینه تویه شوه.
په امریکا کې دننه هم افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو په اړه مثبت او منفي نظریات شته.
پوځي کاپوره ډانیل ال ډیویس چې په افغانستان کې یې هم خدمت کړی، وايي چې د امریکا د پوځ په لوړپوړو کې اوس تقریباً ټول په دې باور دي چې د منځني ختیځ او جنوبي اسیا ټولې ستونزې باید د زور له لارې حل شي خو هېڅ څوک پر کوم متبادل نظر غور نه کوي.
ډیویس په خپله لیکنه کې چې نېشنل انټرست خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې خپړه کړې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه د جنرال جان نیکلسن غوښتنه د دې باور د مثال په توګه یادوي او وايي، په افغانستان او عراق کې د افراطي وسله والو ډلو پر ضد د شپاړس کلنې مبارزې او عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو د روزنې له نتایجو باید د دې ستراتیژۍ د تکرار په وړاندې د یوه استدلال په توګه کار واخیستل شي.
دیویس دا نتایج په ستراتیژیکه کچه بشپړه ناکامي بولي.
برعکس د امریکا چاپ سټار ټریبیون ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان له جګړې د شپاړسو کلونو له تېرېدو وروسته دا هېواد د امریکا له نظر او ذهن څخه تر ډېره لوېدلی، خو ورځپاڼه خبرداری ورکوي چې په دې اړه غفلت لوی خطر لري.