
په کوالالمپور کې روانه مياشت د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د ناسکه او جلا وطنه شوي ورور تر وژل کېدو وروسته د ماليزیا او شمالي کوريا تر منځ ډيپلوماټيکې اړيکې ترينګلې شوې دي.
ماليزيا په پيونګ يانګ کې خپل سفير پرون بېرته وغوښت او د شمالي کوریا سفير يې د هغه د خبرو د سپيناوي لپاره احضار کړ.
د شمالي کوريا سفير ويلي وو چې ماليزیايي چارواکي د دغه وژنې د پلټنو په تړاو له بهرنیو قدرتونو سره دسيسې جوړوي.
ماليزيا د هوايي ډګر د کېمرو ویډيوګانې هم خپرې کړي چې يوه ښځه پر کيم جونګ نام د حملې په حال کې ښکاروي.
داسي باور کېږي چې دغې ښځې د ده پر مخ زهر شيندلي او څو ساعته وروسته ده ساه ورکړې ده. له دې قضيې سره په تړاو يوه ښځه نیول شوې او پوليس د دریو نورو مشکوکو کسانو په لټه کې دي.
جنوبي کوريايي او امریکايي چارواکي باور لري چې دا قتل د شمالي کوریا امنيتي ادارو کړی دی.
ماليزيا د مړي سپارلو څخه ډډه کړې او ټينګار کوي چې د مړي د عدلي طب معاینات باید وشي. د پلټنو لومړني نتايج به د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې مړی به يې خپلوانو ته وسپارل شي خو هېڅ چا تر اوسه دا غوښتنه نه ده کړې. د شمالي کوريا رسنیو د دې پېښې په اړه راپورونه ورکړي دي.
کيم جونګ نام د شمالي کوريا د پخواني مشر کیم جونګ دوهم مشر زوی وو او له ډېرو کلونو راهيسي جلاوطنه و.