باجوه: له ترهګرو سره مبارزه د پاکستان او افغانستان ګډې مبارزې ته اړتیا لري

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي، د افغانستان- پاکستان د پولو په اوږدو کې د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو معنا دا ده چې له هر راز او هر رنګ تروریستانو سره چې د ټولو دښمنان دي، مبارزه وشي.
د پاکستاني اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، جنرال باجوه په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز کې د لوړې کچې یوې غونډې ته ویلي: «پاکستان او افغانستان د تروریزم پر ضد مبارزه کړې او باید دې مبارزې ته په ګډه دوام ورکړي.))
د پاکستان د پوځ لوی درستیز همداراز امر کړی چې په پوله کې د ترهګرو د تګ راتګ او له پولې د هر راز غیر قانوني اوښتو د مخنیوي لپاره دې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره لا اغېزمنه همکاري او همغږي زیاته شي.
د پاکستاني رسنیو پر اساس، جنرال باجوه د تروریستانو پر ضد د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه د افغان چارواکو د وروستي وړاندیز هرکلی کړی دی.
د افغانستان ولسمشر د جرمني د مونشن په امنیتي غونډه کې وویل تر څو چې د ښه او بد تروریست تفکیک له منځه نه وي تللی، سیمه به نا امنه وي.
ده ویلي، د مؤثرې مبارزې او د تروريزم د ودې د مخنیوي لپاره حتمي ده هغه هېوادونه چې تروريزم ‌یې د دولتي سیاست اهدافو ته د رسېدو وسیله ګرځولې تجرید شي.
په همدې حال کې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې کابل ۸۵ تروریستانو او ۳۲ تروریستي کمپونو لېست پاکستان ته سپارلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني وویل په دغو کمپونو کې د افغانستان د ورانولو لپاره ترهګر روزل کېږي.