
د چين پر خبرداريو سربېره د امريکا متحده ايالتونو جنګي بېړیو د چین په سوېلي سمندرګي کې ګزمې پيل کړې دي. د امريکا سمندري ځواکونو ویلي چې دا معمولي چاره ده.
څو ورځې مخکې چين د امريکا متحده ايالتونو له نوي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د چين د جنوبي سمندرګي په اوبو او هلته په ټاپوګانو کې د بېجنګ له حاکميت څخه سرغړونه ونه کړي.
چین ویلي چې دوی به په سيمه کې له خپلو حقونو او ګټو کلکه دفاع وکړي. چین د امریکايي ځواکونو ګزمو ته د پارونې په سترګه ګوري او زیاتوي چې دا په سيمه کې د پوځي ټکر خطر زياتوي.
په سوېلي سمندرګي کې د امريکا پر جنګي بېړیو سربېره، په اتومي وسلو مجهزه الوتکې لېږدوونکې کښتۍ او یو شمېر نورې جټ جنګي الوتکې هم شاملې دي. د امريکا د سمندري پوځ د اعلاميې له مخې دا ګزمې د فبرورۍ مياشتې پر ۱۸ مه پيل شوې دي.
د امريکا له خوا دا تازه عمليات د سمندرګې په هغې برخه کې ترسره کېږي چې د سيمې ځيني هېوادونه یې د ملکيت دعوا کوي. د چين ترڅنګ ويتنام، فليپين، بروني او مالیزيا هم د چين د جنوبي سمندرګي پر ځينو ټاپوګانو د خپل حق خبره کوي.