د رڼا ميندې

زموږ مــاشوم غږ په ميړانــه هــر ډګر وړى دى
هر چا له دې چمه په هر مهال مات سر وړى دى
زموږ د كلــــى له اسمانه هر چـــــا كړې ولجــــــــه
چاترېنه لپو كې سپوږمۍ وړې چا لمر وړى دى
خداى خو لرو يتيمې اوښكې به رڼا ميندې شي
خېر دى كـــه تورو ماښامونو مــو سحر وړى دى
اوس را ټوكېږي نيم وزري ګلان دلتــــه ځكـــه
يو ستمګر باد د سپرلي نه پوست وزر وړى دى
سيدجيلاني جلان