
د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وايي، چې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې یې د ۴۲ افغانانو په ګډون ۸۰ کسان نیولي دي.
د حکومتي سرچنیو په خبره، دا ۴۲ افغانان د سیالکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خو دلته د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
د لاهور پولیسو ویلي، چې په لاهور کې هم ورته عملیات روان دي او خلک د بایو میټریک له لارې ګوري.
دا نیونې په داسې مهال دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه بیانه کې د هغو نژدې سلو افغانانو پر حالت اندېښنه ښوولې وه، چې په پاکستان کې نیول شوي دي. خو ځیني پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې په تپه پنجاب کې تر ۲۰۵ کسان نیول شوي، چې ډېری افغانان دي.
په پاکستان کې له هغه وروسته پوځ د عمومي پلټنې او ترهګرو د ځپلو عملیات پیل کړل، چې د تېرې جمعې په شپه د سیند ایالت د سیهون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له امله تر ۹۰ پورې کسان ووژل او تر ۲۵۰ پورې نور ټپیان شول.
د دې برید مسؤولیت داعش ډلې منلی، خو پاکستان له هغه راهیسې له افغانستان سره خپلې دروازې تړلې او د ننګرهار او کونړ پر ځینو سیمو یې په سلګونو راکټي بریدونه هم کړي دي.
د چارواکو په خبره، د دې بریدونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ۱۵۰ کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.