
(يو بې طرفه تحليل)
ځواکمن
1. حامد کرزی یو خوش چانسه شخص دی . د نظار شورا د یو قوماندان په وینا یې ځکه د پاچهي عنقا په سر کیناسته چې نظار شورا، جمیعت او نورې امریکا پلوه نظامي ډلې پښتانه نه وو، نړۍ د ټولې خوش خدمتۍ سره سره هم د افغانستان عام و تامه مشري نه ورکوله او د پښتنو له منځه یې داسې یو شخص ته اړتیا لرله چې هم امریکا ته وفادار وي ، هم نظار شورا ته د منلو وړ وي ، او هم د یو سمبولیک مشر په توګه پښتانه غلي وساتي او د غیر پښتنو ناقانونه واک ته د پښتون لیډرشپ مشروعیت ورکړي. نو ځکه د امریکايي ب ۵۲ ډوله الوتکو تر وزرو لاندې راغلیو نظار شورا او نورو بې قانونه وسله والو ډلو له امریکا سره ومنله چې کرزی ددوی لپاره ښه انتخاب دی.
2. کرزی صیب د کندهار په یوه درنه، مشره او سیاسي کورنۍ کې زیږیدلی او له کوچنیوالي څخه یې د ملي شورا لپاره دټاکنو د سیالیو او د مشرۍ لپاره د هڅو انځورپه ذهن کې پاتې دی. ده په کابل کې د هغه وخت د اشرافو یو ښوونځی (حبیبیه لیسه) لوستی ده، د دولتی لوړپوړو چارواکو له اولادونو سره یو ځای یې د شعله جاوید په لیکو کې وخت تیر کړی دی، او چې خپل د لوړې طبقې ټولنیز ژوند ته ځير شوی، نو ظاهرآ یې هغه لار پریښي، خولا تر اوسه د خپلو استادانو تر معنوي آغیز لاندې دی، او شعله یان یې تر ټولو منلي مشاوران دي.
3. د روس پر ضد د جهاد ویاړ لري، خو د مجددي صیب په بې نظمه او بې تعهده تنظیم کې د سکرټر په توګه د کار اغیزې دي، چې نظم، اصول او تشکل یې نه خوښیږي. نه یې پر ځان عملي کوي او نه یې له نورو د ټینګې عملي کیدا غوښتنه کولای شي.
4. په ۱۹۹۲ کال کې چې د نړیوالې توطیې او افغان مشرانو د اختلاف له امله کورنۍ جګړه پیل شوه، کرزی د مسعود – رباني په اداره کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شو، خو ډیر زر یې ترې خپله لار بیله کړه او د هماهنګۍ شورا په چوکاټ کې له حکمتیار او دوستم سره د مجددي د تنظیم د غړي په توګه د مسعود – رباني د ادارې پر ضد ودرید.
5. کله چې په کندهار کې طالبانو په دې نوم سر راپورته کړ، چې شر او فساد او کورنۍ جګړه ختموي، کرزي په بانک کې (ظاهرآ) خپله ټوله پانګه (پنځوس رزه ډالر) را وایستل او طالبانو ته یې ورکړل. ده طالبان د هیواد د وحدت تامینوونکي او د کورنۍ جګړې پای ته رسوونکي ګڼل او خپلو ملګرو قوماندانانو ته یې سپارښت وکړ چې ورسره ملګري شي. په دې لړ کې د ملا نقیب رول چې په ښکاره په جمیعت کې خو پټ د ظاهر شاه پلوی و، ډير مهم و. ده طالبانو ته د کندهار د قول اردو د ۱۷۰۰۰ میله کلاشینکوفونو او نورو سپکو او درنو وسلو په ورکولو هغوی د کندهار د نیولو لپاره تیار کړل، چې دې کار طالبانو ته د ټول افغانستان نیول آسان کړل. داسې هم ویل کیږي چې کرزي له لویدیځ سره د طالبانو د اړیکو په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی، او طالبانوغوښتل دې په ملګرو ملتونو کې خپل استازی وټاکي، خو ناڅاپه یې ورسره اړیکي خراب شول.
6. په کوټه کې د عبدالاحد خان کرزي شهادت چې شک یې پر طالبانو وشو، کرزی د طالبانو پر ضد د مسعود سره ملګرتوب ته مجبور کړ. ویل کیږي، چې مسعود په لیدنه کې د کرزي غیر عادي ښه راغلی او درناوی وکړ او د خپلو ملګرو د حیرانتیا په ځواب کې یې ویلي و، چې کرزی هغه ته په غیر عادي او فوق العاده ډول مهم دی.
7. کله چې د امریکا لښکرو او (ب ۵۲) ډوله الوتکو د طالبانو حکومت ړنګاوه، کرزی صیب ظاهرآ په ارزګان کې د طالبانو پر خلاف د(علماوو او مشرانو په منظمولو بوخت و). د بن په پریکړه کې د برهان الدین رباني او امریکایانو د تفاهم په نتیجه کې داپریکړه وشوه چې کرزی به د موقتې ادارې مشر او د دولت او حکومت نور ټول کلیدي پوستونه به له نظار شورا او یوه برخه له حزب وحدت او جنبش سره وي.
8. کرزي په لږه موده کې د مارشال فهیم په واسطه د خپلې (روم پروسې) ټول قوماندانان خلع سلاح کړل، او نظامي برخه چې د نظام او دولت اصلي معنې او مفهوم او زور او قوت دی، د نظار شورا انحصار ته پاتې شوه. ده په کندهار کې شیرزی، آمر لالی او ملا نقیب، په پکتیا کې پاچا خان ځدران، په ننګرهار کې حاجي قدیر، او قوماندان زمان، په وردکو کې قوماندان آمین وردک او په نورو سیمو کې نور (روم پلوه) قوماندانان پرینښودل چې وسله وال پاتې شي، حزب اسلامي او طالبان خو بې له هغې هم د امریکا سره په مقابله کې راغلي وو، خو د جمیعت او نظار شورا زیاتره بې تعلیمه قوماندانان یې د ملي اردو او ملي يولیسو په رسمي چوکاټ کې ننه ایستل او پاتې نورو ته یې شخصي امنیتي کمپنۍ ور وبښلې، چې هم ورسره وسله پاتې شوه او هم د عاید ښې وسیلې په لاس ورغلې. دوی ددې په بدل کې له اردو نه په زرګونو مسلکی روزل شوی افسران وایستل. کله چې کرزي او فهیم د خلیلزاد په مرسته په لویه جرګه کې د ظاهر شاه د بیا مشرۍ وروستۍ هیلې خاورې کړې، یونس قانوني یو چا ته ویلي و:)( آنقدر یک پیروزي بزرګ را به دست آوردیم که تصورش را نمیکردیم. با اتحاد با کرزی ما وی را به صفت رهبر قبول کرده او تعهد کرد که ستون فقرات نظام برای همیشه در دست ما خواهد بود، کرزی همه کسانی را که از پروسه روم استند از دولت خارج میسازند). کرزي په تدریج ټول له صحنې وایستل خو نظار شورا لا پیاوړې شوه.
9. کرزی له ارزګان نه له (یوه څادر او یوه جوړه جامو) سره راغلی و او په دې یې ویاړ کاوه چې د آمر صاحب ساتونکي یې ساتنه کوي. دی خپلو ملګرو ته نصیحت کوي، چې په امریکا باور پکار نه دی، او که مارشال وغواړي، دوی ته هر ډول ضرر رسولای شي، نو په کار ده چې مارشال خفه نه شي.
10. کرزی د تشکل، کار او تنظیم او کادر روزلو استعداد، او ممکن دغسې عزم نه لري، خو د خلکو غوښتنې او توقعات ترې ډیر زیات دي. خلک غواړي چې کرزی صیب دې:
a. ملي یووالی هم تامین کړي او عدالت هم،
b. سوله دې هم راولي او انکشاف هم،
c. هر چا ته دې د خپل حق په اندازه برخه ورکړي او هیواد دې با ثباته کړي،
d. بې قانوني، اداري فساد او مخدره توکي دې هم له مځه یوسي،
e. د افغانستان حاکمیت، حیثیت او ابرو دې هم په نړیواله کچه وساتي او له نړیوالو دې د مرستو د دوام تضمین هم واخلي،
دا دومره هیلې له یوه داسې شخص نه ډیرې واقعبینانه نه ښکاري، ځکه په دې سختو شرایطو کې دغسې ستر کارونه د ډیرې اوچتې او ټینګې ارادې او ډیر زور لرونکې لپاره هم لوی چلنج دی، او کرزی صیب خو بیخي په دغسې دریځ کې نه دی.
11. نړیوال شرایط داسې دی چې ۴۴ هیوادونه زیاتره بیلې اجنداوې لري او د کرزي صیب پکې کوم رول نشته. ددې هیوادونو اجنداوې کله کله پخپلو کې هم متضادې دي.
12. په دننه کې نیم قوتونه د امریکا په پلوۍ ولاړ دي. دوی تر کرزي امریکا ته ډیر مهم او ډیر ګټور دي، عسکر یې د امریکایي قطارونو مخې او شاته روان وي او ځان هرې قربانۍ ته ورکوي، خو امریکایي باداران نه خفه کوي. نور نظامي مطرح قوتونه له امریکا سره په جګړه کې دي. جمیعت او نظار شورا چې د دولت په درې واړو امنیتي ارګانونو او امنیتي کمپنیو کې بر لاسي دي، سولې، روغې-جوړې او اصلاحاتو ته موقع نه ورکوي. کرزی صیب قانوني قوت او واک زښت زیات لري خو د استعمال لپاره یې افرادي، ارادي او اداري قوت نه لري.
13. کرزی صیب نه منسجم ګوند لري، نه ټینګ تعهد او عزم، نه د تشکل استعداد لري، نه متعهد ملګري،او نه منظم پلان او ستراتیژی. دده شخصي اوډیر نږدې ملګري هم د غور وړ دي. او لکه څنګه چې هم جنس له هم جنسو سره یو ځای ځي، نو کرزی هم باید د شهزاده مسعود، ملک زرین، جان محمد خان، شیر محمد آخند، اسد الله خالد او داسې نورو سره نژدې وګڼو، چې د خپلو سیمو بد ترین، ظالم ترین او فاسد ترین کسان دي چې هیڅ ډول ملي، اخلاقي او افغاني – اسلامي ارزښتونو ته پابندي نه لري. د ورونو او کورنۍ د تورو سوداګریو کېسې یې هم د غور وړ دي. نو داسې شخص په داسې شرایطو کې هیڅ بدلون نه شي راوستلی. که دده له مشاورینو هم وپوښتې، درته وبه وایي چې دوی د کرزي کسان نه دي، او غواړي د کرزي تر سیوري لاندې خپل (مثبت یا منفي) کار وکړي. نو چې مشاوران یې دده نه وي، کابینه یې دده په خپله وینا داسې وي چې د هر ملک جاسوس ورته پکې ناست وي، ګوندونه او ولسونه ورسره متعهد نه وي، ولې بیا بیا په واک کې راځي؟
14. دبیا بیا په واک کې راتلو علت یې دادی چې په دوه مطرحو لورو کې یو له نړۍ سره په جګړه کې دی او بل لوری د اقلیتونودروغجن استازی دی چې افغانستان شموله اجندا نه لري. دواړه لوري په کرزي کې خپلې نسبي ګټې ویني: په دولت کې دننه ځواکونه ګوري چې دومره بې انډوله واک دوی په هغه صورت کې هم نه شي اخستلی چې مشري ورسره وي، نړیوال او ملي فشارونه او تاریخي بد نامي به په کرزي وي او امتیاز به دوی اخلي. په جګړه کې نښتی لوری فکر کوي چې که امریکا ټول واک د دوی نطامي-سیاسي مخالفینو ته ورکړي، نو ددوی هغه ملګري چې په هېواد کې دي او د دولت او امریکایي ایتلاف نظامي مخالفت نه کوي، هغه به هم پخپل دولتي زور او بهرنیانو له منځه یوسي، نو ځکه دواړو ته کرزی یو ډیر ښه منځګړی دی. کرزی دا رول هم په ډیر مهارت لوبوي چې مظلوم لوری (پښتانه) پر دې قانع کړي چې آرام واوسي او صبر او حوصله وکړي، او په نن سبا کې د اصلاحاتو ژمنې ورسره کوي.
15. په دومره کمزورۍ کې هم بیا کله فهیم په احمد ضیا، قانوني په ضرار او یو جمیعتي په بل بدل کړي، خو دا چې هغوی یو سیستم جوړ کړی دی، یو یې تر بل خطرناک او ډیر مضر راوخیژی، او کرزی د خپلو وفادارو کوم ټولی او بدیل نه لري، او که له چا سره معامله هم کوي نو د پیسو او څوکۍ پر بنسټ وي، نه د تعهد او ژمنې پر اصولو. اساسي دنده او بنسټي بدلون نه دده په وس کې دی، نه یې عزم لري، او نه ترې دغه توقع په کار ده.
16. کرزی یو بل مهارت لري د هر شخص او هرې ډلې وزن ورته ډیر ښه معلوم دی او هر چا ته هماغومره امتیاز ورکوي، چې ورسره ښایي. د هغو ډلو پخوانیو ملګرو ته چې نیم یې په دولت او نیم یې په وسله واله جګړه اخته دي همدا امتیاز کافي ګڼي چې په امریکا او نظار شورا یې نه بندیانوي. له غرب نه راغلیو تکنوکراټانو ته که کوم وزارت ورکړي، د(کرزي-فهیم- خلیلي ورونو – برادران کرزی-فهیم-خلیلي) د ګډو تجارتونو د حمایې او ملاتړ لپاره ترې د یو سکرټریټ کار اخلي. هغه وایي چې د دولت د نفوذ په ساحه کې میشت پښتانه د سلو کسانو یوه مظاهره هم د مارشال له ویرې نه شي را ایستلای، نو ولې ډیر امتیاز غواړي. روښانفکران یې په داسې مبهمو مسلو مصروف ساتلي وي، چې ډیر فرعي وي: یوه ورځ د نه تعریف شوې ملي ټرمینالوژۍ په مسله ګرم وي، بله ورځ په پوهنتون او دانشګا او نورو ګرامري او ژبنیو مسایلو او بله ورځ د خوارکي سید مخدوم رهین په وزیر کیدو او نه وزیر کیدو. کرزی صیب او دده ملګري په ډیر مهارت له اساسي مسایلو ددوی مخ بل لوري ته اړوي.
17. د اساسي مسایلو په وخت کې د نظار شورا سره تفاهم کوي: هغوی ولسمشریزو ټاکنو لپاره یو بد نام کاندید ورکوي، او کرزی یې بل بدنامترین له ځان سره د لومړي مرستیال په توګه نیسي. په داسې وخت کې ملت له پړانګ او پاڼ سره مخامخوي او دې ته یې مجبوروي چې یوه ته ترجیح ورکړي. خلک هم له ناچارۍ هغه ته رایه رایه ورکړي چې له کرزي سره وي، چې په هر حال به پړانګ په لویو امتیازونو مصروف او د نظار شورا د ګټو د دوام دتضمین له لارې به دواړه لوري آرام ساتي.
18. دا چې کرزی صیب تر کارمل ښه دی، په دې کې هیڅ شک نشته. دې وایي چې امریکا یو زبر ځواک دی او دا ورته ډيره اسانه ده چې مارشال راولي او عام و تام قدرت ورکړي او هغه پخپله او د بهرنیو پوځیانو په وسیله دومره افغانان ووژني چې کولای یې شي. دا تر یوه بریده سمه ده، کله چې به روسانو د خپلو عسکرو د ظلم د انتها له امله غوښتل له افغان ولس نه بښنه وغواړي، نو کارمل او کشتمند به ورته ویل: (همه اش اشرار است، تمام ملت اشرار است، همه باید کشته شود. رفقای شوروي در برابر آنها ملامت نیستند!!!)، خو کرزی امریکایانو ته ژاړي او ورته وایي چې دا ټول خلک القاعده او طالبان نه دي او باید رحم پرې وشي. خو له بل لوري کارمل یو داسې ستر تنطیموونکی و، چې د روسانو په مرسته یې ۵۰۰۰۰ داسې خلقیان چې هر یو یې د خپل ګوند لپاره هره شیبه مرګ ته حاضر وو، منحل کړل او ۵۰۰۰ پرچمیان یې داسې وروزل چې تر ننه هم د افغانستان د سیاست له اصلي لوبغاړو څخه دي. کرزي صیب یو تن هم نه دی روزلی .
19. د کرزی د کورنۍ غړي او نژدی دوستان هم په دې باور دي چې له کرزي نه د لویو بدلونونو تمه خوشې عبث خیال او فکر دی. دده تره چې په دولت کې کومه دنده هم لري، وایي چې کرزی له لومړۍ ورځې همداسې بې کفایته و او له ده څخه د ښو تمه کول تر حماقت بل شی نه شي کیدای. دده هغه وزیران چې ولس ورته د ډیرو بې ننګه کسانو په سترګه ګوري هم له ده نه د زړه وینې تویوي او وایي چې کرزی صیب زموږ یو اصلاحي وړاندیز هم نه منظوروي، خو د هماغه وړاندیز پر خلاف وړاندیز که د فهیم، بسم الله خان او احمد ضیا او خلیلي له خوا ورشي په پټو سترګو او (ناخوانده) یې امضا کوي او منظوروي. خو دا خوارکیان نه پوهیږي چې کرزی تر دوی هم بې واکه دی،خو توپیر یې دا دی چې کرزی پخپله کمزورۍ پوهیږي او وزیران یې له هغه نه لویې تمې کوي. کرزی صیب په انفرادي ژوند کې شریف سړی دی، په افغانستان اړ افغانانو یې زړه خوږیږي، خو له بحرانه د هیواد راوتلو نه وس لري، نه وسایل او نه استعداد.
20. د حل لار دا نه ده چې کرزي ته کینو او د افغانستان ددې دومره سترې غمیزې د حل تمه ترې وکړو. ملتونه په یوه شخص پورې ځان نه تړي او د وخت او زمان سره سم ځانته د نجات او خلاصون لارې ګوري. ملت دې رابیدار شي. د فکر او کار خلک دې لاسونه یو کړي، نړۍ او ګاونډیانو ته دې دا قناعت ورکړي، چې دا ملت نور د ځورولو او تباهیو نه د راوتو حق هم لري. افغانان دې د خپلو ملي ګټو او د ګاونډیانو او نړیوالو د ګټو د توازن او له د افغانستان له خاورې د نورو په ضد د نه استفادې د ډاډ له لارې ځان له ټولو سره نژدې او خپل کوردې بیرته جوړ کړي. په کور دننه د یوه عادلانه نظام له لارې دې ټول افغانان سره ورونه کړي، لکه څنګه چې باید هر مومن د بل ورور وي.