ډاکتر فاروق وردک ته ليک!

د ځواکمن له خوا

ښاغلی ډاکتر صاحب،
هیله ده سلامونه مو ومنې،
ستاسو د افغاني او اسلامي شخصیت په باب زیاتره افغانان مثبت نظر لري، نو ځکه درسره د یو داسې چا په توګه یو نظر او یو وړاندیز شریکوم چې تاسو هم زموږ په شان په دې هېواد او دې ملت زړه سوی لرﺉ:
څو ورځې مخکې د پوهنې وزارت له یو مسول نه دا واوریدل شول چې په کابل ښار کې ۱۰۰۰ (زر) درسي خونې جوړیږي، چې بیه به یې ۲۲۰۰۰۰۰۰ ( دوه ویشت میلیونه) امریکایي ډالر کیږي . تاسو خو هم په داخلي او بهرنیو نادولتي ادارو او ملګرو ملتونو کې کار کړی او هم مو په دولت کې . او د ساختماني شرکتونو په معاملو خو هم ښه پوهیږﺉ، نو اوس ډیر ښه او تر هر چا زیات قضاوت کولای شۍ، چې معامله څنګه د ه؟
یو متر مربع کانکریټي وداني په ۱۵۰ ډالر هر څوک جوړوي . که درسي خونه ۳۰ متر مربع وی، نو بیه یې ۴۵۰۰ ډالر کیږي، نه ۲۲۰۰۰،
ځېنې خلک وایي چې غربیان غواړي چې دلته پانګوالي رواج کړي، نو په قصدي توګه ټېکه دارانو ته تر حقیقي لګښت زیاتې پېسې ورکوي، چې په هېواد کې پانګوالان او سرمایه داران رامنځ ته شي. که دغسې وي، نو بیا دې د یوې کوټې په سر د ۴۵۰۰ پر ځای ۶۰۰۰ ډالر ورکړي، نو ۲۲۰۰۰ څنګه توجیه کیدای شي؟
دایو فرصت دی چې له نړیوالو مرستو سمه ګټه واخستل شي، او ستاسو نه زموږ هیله داده، چې په دغو ۲۲ میلیونو ډالرو زر درسي خونې نه بلکې ۵۰۰۰ جوړې کړﺉ او د هیواد اولادونو ته د ښوونې د نعمت د لا ښه برابرولو له لارې د الله رضا او د ولس شابسی وګټې.
هیله ده ستاسو له خوا ځواب د رسنیو له لارې زر واورو،
الله دې د ښو کارونو وس درکړي. مننه