
(کرزي او ټلوالې ته سوله په ګټه ده که جګړه؟؟؟)
د ځواکمن ليکنه
1. افغانستان دا دیرش کاله په پیچلو او سترو ګردابونو کې ایسار دی . دا ناورین د هغو سیاستونو پایلې وې چې د دموکراسۍ په لسیزه کې را منځته شوي وې . په افغانستان کې د ګوندي سیاستونو تجربه کمزورې او یا هیڅ نه وه، افغاني سیاسي ګوندونو د سیاسي مخالفت پر ځای خپلې لېکې د افغاني عنعنوي دشمنۍ او پدرکشۍ په روحیه وروزلې؛ او وروسته چې واک ته ورسیدل، ځینو ( د چیلي د زیارکښانو انتقام د افغانستان له فیوډالانو نه په کابل کې اخیسته، او ځینو چي د دوی پر ضد وسله راواخسته، د مصري مبارزینو او عثماني خلافت د ماتې انتقام یې له بې وسلې افغانانو نه په پېښور کې اخسته) .
2. د ثور تر کودتا یا بدلون وروسته؛ پخواني زوروران نور مطرح نه وو، او نوي صفونه او قوتونه رامنځ ته شول؛ چې زیاتره د عقېدې پر بنسټ ولاړ وو، خو بیرته پخپلو کې په قومي لیکو هم ویشل شوي وو. په کابل کې نظریه سوسیالستي او کمونستي وه، خو د خلق څانګه کې اکثریت پښتانه او د پرچم په څانګه کې اکثریت نا پښتانه وو. په پېښور کې هم په اسلامي حزب کې اکثریت پښتانه او په جمیعت اسلامي کې اکثریت نا پښتانه وو. څه وخت چې عقیدوي پولې کمزورې شوې، نو هر څوک خپلو قومي اړیکو ته وروښوییدل؛ د نړۍ د کارګرانو د یووالي غوښتونکي بیا د اقلیتونو د یووالي غوښتونکي شول . پدې لړ کې ناپښتانه ډیر زر سره جوړ راغلل؛ خو پښتانه لا هم یو بل ته په سیند کې خولې کیدل . له بلې خوا نړیوالو لوبغاړو هم غوښتل چې پښتانه د دې لوبې په پای کې قرباني کړي، او ټوله پړه په همدوی واچوي، سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو د راوستلو مسولیت دواړه ځل په دې نورو و؛ او دی .
3. په ۱۹۹۲ کې روسانو او ایرانیانو اقلیتونه منظم، مسلح او رامخې ته کړل، په مقابل کې یې دغه وخت له شرق او غرب سره په ټکر کې حکمتیار تر هغې مقابله ورسره وکړه چې طالبانو ټول له هیواده جارو کړل . په ۲۰۰۱ کې امریکا بیا هماغه اقلیت لوبغاړي چې روسانو ته یې ښه راغلاست ویلی و، او ویل یې چې د پښتون او روسي امریت او مشري ورته یو شان دی؛ رامخې ته کړل . داځل د ۱۹۹۲ کال له تجربې زده کړه شوې وه، او ټول پوهیدلي و، چې پښتانه باید هم په نوي ګوډاګي تشکیل کې موجود وي، یا یې کم تر کمه رول تمثیل کړای شي؛ نو یو بې لاسو بې پښو او بې ژمنې او بې عزمه پښتون یې په سمبولیک ډول د دولت په سر کې کیناوه، چې حامد کرزی نومیږي، اوځینې لا ورته جناب حامد کرزی هم وایي .د بون تر استعماري پریکړې وروسته د اقلیت مثلث (شورای نظار، وحدت او جنبش) او جناب تر منځ یو تړون لاسلیک شو، چې اساسي مفهوم یې دادی : قدرت به د اقلیت مثلث (شورای نظار، وحدت او جنبش) په لاس کې وي او په سر کې به بې نظمه او کمزوری کرزی هسې د شرم لپاره ناست وي . دوی پخپلو کې دندې سره وویشلې : اقلیت مثلث (شورای نظار، وحدت او جنبش) به په تاجکو، هزاره و او ازبکو کې بل څوک او بل قوت سر پورته کېدو ته؛ نه پریږدي او کرزی به یې په پښتنو کې . دا جناب وایي چې حکمتیار او طالبان خو راته امریکا او نړیواله ټلواله وهي او احدي او تکنوکراتان خو پخپله هم د نظار شورا په مرسته وهلی شم . ده نظار شورا ته دنده سپارلې ده چې که مصطفی ظاهر (چې په خاموش اکثریت کې د نیکه د سوله ایزې دورې په خاطر محبوبیت لري)؛ د مشرۍ شوق وکړ، نو د حاجي قدیر او ډاکتر عبدالرحمن په شرنوشت به یې اخته کوئ .جناب په دې فکر کې دی چې تر ده وروسته به محمود کرزی دوه دورې او بیا به تر هغه وخته زلمی شوی میرویس کرزی دوه دورې (پادشاهي) وکړي، ورسته بیا خدای مهربان دی !!! . دی په شعوري ډول همدې ته متوجه دی چې په پښتنو کې نظم او قوت پیدا نه شي او چې ترې وپوښتل شي، چې پښتانه به ترکومه دغسې بې سرنوشته او کمزوري وي، د ده ځواب دا دي چې؛ تر څو کوز او بر پښتانه نه وي یو شوي، پښتانه ته سمبولیک مشرتوب هم ډیر زیات دی او د اقلیتونو خفه کول نه دي پکار؛ خو خفه کول یوه خبره ده او د هیواد ثبات، پرمختګ او انکشاف او د ولسونو نیکمرغي او د نسلونو روزل بیلې خبرې دي .
4. جناب ته کله کله امریکایي استخبارات امر کوي چې په غرب یو نیم انتقاد وکړي، چې په افغان ولس کې یې شهرت ښه شي، خو کله چې امریکایي سیاستمداران وویني؛ چې د کرزي په دې خبرو د خپلو عوامو محبوبیت او ملاتړ له لاسه ورکوي، نو پرکرزي رابرګ شي، چې غلی کیږې که نه؟ او کله خو یې لا د ډوډۍ له دسترخوانه پاڅوي . خو دی ورته وایي چې مستقیم آمران یې د سی آی ای چارواکي دي، او باید د هغوی خبره ومني؛ که نه وي د مقررۍ او برطرفۍ واک یې له هغوی سره دی .
5. دا ځل جناب دوست او دښمن ورټلو؛ چې په ټاکنو کې یې درغلي ولې کړې وه، نو امریکایانو ورته مشوره ورکړه؛ چې یوه جعلي جرګه راوغواړي؛ له یوې خوا به په ټاکنو کې خپل بایللی حیثیت او مشروعیت بیرته اعاده کړي؛ او له بلې خوا به د بهرنیانو په واسطه د افغانانو وژلو ته مشروعیت پیدا کړي . اوس به جناب وایي چې که زما ټاکنه جعلي وای؛ نو دې ۱۶۰۰ خلکو خو هیڅ هم ونه ویل، او که اوس بهرنیان افغانان وژني؛ نو دی به وایي چې : وروره، زه نور څه وکړم؛ ما خو ورته د ۱۶۰۰ کسانو جرګه جوړه کړه او ورته ومې ویل چې راشئ امریکا او د اقلیت مثلث (شورای نظار، وحدت او جنبش) ته تسلیم شئ، که تاسو ته څه نه درکوي، ماته خو یې مشري راکړې ده!!! او که نه راځئ بهرنیان به مو وژني . دادی د جعلي جرګې پټ هدف او د جناب منطق . خو ولس ړوند نه دی او پوهیږي چې دا ۱۶۰۰ کسان تر هغه تیرو ټولو جعلکاریو په ډیر بد جعلي ډول راټول شوي وو.
6. داجرګه ځکه کوم بدلون نه شي راوستلای، چې نه پکې قانوني ځواک موجود و؛ او نه په ښه نیت جوړه شوې وه . د ملي وحدت د پارچه والي یوه ډیره بده نښه یې هم وړاندې کړه : د تاجکو، ازبکو او هزاره و رسمي مشرانو عبدالله، محقق او دوستم پکې برخه وانخسته او دا یې وښوده ؛چې د سولې د هیڅ هڅې تایید نه کوي ، که څه هم دا هڅې سمبولیکي وي . دوی د جګړې دوام کې خپله ناروا بقا او نامشروع ګټې ګوري .
7. کرزی د شورای نظار غړی او د مسعود تر مرګ وروسته یې سمبولیک مشر دی . ځېنې پښتانه روڼ اندي چې کرزی له اقلیت مثلث (شورای نظار، وحدت او جنبش) څخه بیل ګڼي، یا خو د سیاست په الفبې نه پوهیږي او هسې خیالي فرضیې جوړوي ؛ او یا فکر کوي چې اساسي واک خو هسې هم د پښتنو نه تللی دی، راځه د کرزي تر وزر لاندې د اقلیت مثلث (شورای نظار، وحدت او جنبش) په دوره کې؛ چې د نړئ په تاریخ کې د چور چپاول یو ه بیسارې او بد ترینه دوره ده، ځان موړ کړه .
8. کرزی نه د عبدالله سره مخالف دی، نه د رباني سره، او نه د کوم بل اقلیت مشر سره. دوی په ګډه پلان جوړوي چې څنګه دا مظلوم ملت تیر باسي او خپل هغه رولونه ښه ولوبوي؛ چې لیکل یې پرې کړي دي . دوی پوهیږي چې که یو نا پښتون کاندید نه وي موجود، پښتانه نه راپاریږي، چې کرزي ته رایه ورکړي، نو ځکه کله عبدالله، کله فهیم ، کله قانوني او کله احمد ضیا د اپوزیستون اکټ کوي، خو په حقیقت کې هم د دولت او هم سوله ایز آپوزیسیون ټول امتیاز د اقلیت مثلث (شورای نظار، وحدت او جنبش په خاص ډول شورای نظار) په لاس کې دي، او پښتانه د ځواک په ډول نه دلته مطرح دي، نه ورته موقع ورکول کیږي، او نه یې دوی پریږدي چې سولې او سوله ایزو بهیرونو ته راګډ شي . په دې کې د جناب رول تر ټولو ډیربد او مضر دی، ځکه هر یو د خپل قام د ارامولو وظیفه اخستې ده . نورو خو پدې سودا کې ګټه کړې ده، ځکه همدغه یې منظم قوتونه دي او د نورو قوتونو جوړول یې په ګټه نه دي او ولسونه او سیمې یې هم ارامې دي، خو پښتانه باید د کرزي او د ده د ۳ ورورنو لپاره ټول تاریخ د اقلیت مثلث (شورای نظار، وحدت او جنبش) په پښو کې قربان کړي: او تر ناڅرګند وخته یې په کورونو اورونه بل او په کوڅو کې یې د وینو لښتي وبهیږي .
9. کرزي او درې ورونو او څو حواریونو ته یې جګړه کې ګټه ده : دوی د میلیونو او میلیاردونو ډالرو خاوندان شول؛ او په امریکا کې ساده هوټلونه به یې په پنځه ستوریزیو هغو بدل شي، دوی خو غواړي چې د سرمایې په هیواد کې؛ چې دوی یې د تابعیت (ویاړ) لري؛ راتلونکی ژوند د سرمایې سره مل وي، او که سوله راشي؛ نو بیا خو سمبولیک پښتون مشرتوب؛ نه بلکې رښتینې افغان مشرتوب هیواد ته ضرور دی، او په طبیعي ډول به رامنځته کیږي؛ او هغه بیا د دوی کار او استحقاق نه دی . فاروق وردک او نورو ته چې هر څه د پروژې د منجمنټ له زاویې ویني، دا یوه ګټوره پروژه وه، له امریکایانو یې څو میلیونه ډالر واخستل، چې یو څو هوټلونه او بلډینګونه پرې په کابل یا دوبۍ کې اخستلای شي . هغوی پوهیږي، چې افغان ستونزه نړیواله او د دی تر سویې ډیره لوړه ده، او پر دوی یې څه!!! . دوی پکې تر ډير عادي حالته ډیرو لوړو پانګوالو ته ورسول .
10. زموږ ستونزه په جعلي جرګو نه حلیږي، بلکې له ملت، سیمې او نړۍ سره په مستقیمو خبرو او مستقیم تفاهم او جوړ جاړي حلیږي . پښتانه د نورو ورونو په شان په دې هیواد کې د مساوي او متناسبو حقوقو لرونکي دي؛ او د هیواد په ثبات، توازن او ټیکاو کې اساسي رول لري . د پښتنو له فعال او محوري رول پرته نه په دې هیواد او سیمه کې سوله راتلای شي او نه دې ملت ته نیکمرغي . دا هله کیدای شي چې ملت، هیواد او نړۍ دا ومني چې د هیواد د اصلي خلکو پر ځای سمبولونه ستونزې نه شي حلولای؛ دایمي بری هم نه شي ګټلای؛ بلکې یوازې بې ثباتي او بد مرغي اوږدولای شي .