
د عراق دولت ویلي، له داعش ډلې څخه د موصل ښار د لوېدیځې برخې د بېرته نیولو عملیات یې بیا پیل کړي دي. ملګرو ملتونو په دې عملیاتو کې د ولسي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي، دا عملیات یوه ورځ وروسته تر هغه پیل شوي، چې د موصل ښار له لوېدیځو برخو سلګونه ولسي وګړو ته د وتلو امر شوی و.
خبري سرچینو ویلي، چې امریکايي الوتکو د ښار پر لوېدیځو څنډو هوايي بریدونه کړي، خو ځانګړي ځواکونه د ښار لوېدیځو برخو ته د پرمختګ لپاره چمتووالی نیسي.
العبادي په یوه لنډه تلوېزیوني وینا کې ویلي "زموږ ځواکونو د داعش له ترهګرو د ولسي وګړو د ژغورلو عملیات پیل کړي دي."
نوموړی زیاتوي: "د عملیاتو نوی پړاو اعلانوو او موږ د موصل لوېدیځې څنډې د ازادولو لپاره در روان یوو."
موصل چې د عراق دویم لوی ښار دی، له ۲۰۱۴ کال راهیسې له داعش وسله والو سره دی.
ملګرو ملتونو ویلي، په سیمه کې ګڼ مارکېټونه او پلورنځي تړل شوي، د اوبو سیستم په ټپه درېدلی او برېښنا هم پرچاو شوې ده.
اټکل دی چې د ښار د لوېدیځې برخې بېرته نیولو عملیات - چې تنګ سړکونه او کوڅې لري، له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.
په تېره اکتوبر میاشت کې له موصل ښار ه د داعش جنګیالیو د اېستلو عملیات پیل شوي وو، خو عراقي ځواکونه ایله تېره میاشت له خونړۍ جګړې وروسته د ښار د ختیځو برخو په نیولو وتوانېدل. موصل د عراق دویم لوی ښار او د داعش ټینګ سنګر ګڼل کېږي.