اوکراین پر روسیې د بندیزونو د دوام غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر وړاندیز کړی دی چې پر روسیې دې د امریکا او اروپايي ټولنې بندیزونه وساتل شي. پیترو پروشینکو دا وړاندیز وړمه ورځ د مونشن د امنیتي کنفرانس په یو ګروپي بحث کې وکړ.
امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د هغه څه له کبله چې په اوکراین کې یې د مسکو لاسوهنه بولي، بندیزونه لګولي دي.
پروشینکو وویل، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له اوکراین څخه کرکه لري او د اروپا په نقشه کې د اوکراین لپاره ځای نه ویني.
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا ته لومړی سرتېري واستول او بیا یې هلته یوه ټولپوښتنه ترسره کړه چې یو شمېر هېوادونو غیر قانوني بللې وه.
وروسته یې د همدې ټولپوښتنې پر بنسټ د کریمیا ټاپوزمه له اوکراین څخه بېله کړه.
مسکو همدارنګه د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.