د زوکړې ورځې مبارکي او يو څو نورې خاطرې!

د زوکړې ورځ د نمانځنې يا نه نمانځنې خبره نه کوم، خو فکر کوم دوستانو ته يوه ښه موکه ده، چې يو بل ته ورياد شي او د نيکو  هيلو څرګندونې وکړي! فکر کوم، هغه څوک ویاړلی شي، چې په دې ورځ يې ډير دوستان ياد کړي!
غواړم د همدې ورځې په پلمه يو څو کرښې نورې هم وليکم:
تر ټولو لومړنۍ مبارکي ما ته د پښتو ژبې ليکوال او شاعر ښاغلي ديا سینګهـ انجان Daya Singh Anjaanراولیږله، چې زه ترې مننه کوم او بیا د ښاغلي لطیف یاد او نورو دوستانو وه.
د انجان صيب د مسيج سره د ځينې هندو او سکهـ وروڼو خبرې او خاطرې را یادې شوې. څو کاله وړاندې د تقريبا ۳ میاشتو لپاره هند ته تللی وم. اختر هم راورسید او موږ ملګرو پرېکړه وکړه، چې کوم ځای کې حلال چرګان وخورو. په دې کې يو ملګري وويل، چې راځئ ځو تيلک نګر (که نوم مې ناسم نه وي ليکلی) ته، هلته د افغانستان هنداوان دي، چرګان به خپله واخلو او هلته به يې حلال کړو، بيا به يې د دوی کره پاخه کړو. ټول په ګډه هلته ورسيدو، خو چې د هغه هندوانو پوښتنه مو وکړه، دوی په خپلو کوچنيو دوکانو کې ناست وو، زموږ په لیدو خوشاله شول او مجلس مو سره پيل کړ. یو څو تنه يې د خوست هندوان وو، چې د خوست په هکله يې خپلې خاطرې بيان کړې. له سترګو يې اوښکې څڅيدلې، په نږه خوستۍ لهجه يې راته وويل، چې «خېست مې ډير يوديږي» (خوست مې ډير ياديږې)؛ څنګه ښکلی پراخه شنه سيمه وه، چې له لوړې به دې ورته کتل لکه شين ډنډ. دلته بس دا تنګه کوڅه ده، دا مې وړکی دوکان او هغه مخامخ مې کورګی. بيا يې ګيله وکړه، چې په افغانستان کې موږ هندوان وو او دلته په هند کې راته وايي چې تاسې افغانان يئ؛ نه تاسو ومنلو او نه مو دوی مني!!!
ما د دغو هندو وروڼو د تسکين لپاره يوه رښتيني کیسه وکړه، چې مور جانې نه مې اوريدلې وه. مور مې ويل، چې پخوا په خوست کې موږ په خپل کور کې هندوانو ته د اوسيدو ځای ورکړ. يو بله سره به مو مرسته کوله، دوی خپل دود او دستور کولو موږ خپل. بيا مې مور ادامه ورکړه، چې په دغه کورنۍ کې ماشومان پيدا شول او مور يې شيدې نشوې ورکولی، نو زما مور (زما نیا) به د دوی ماشومانو ته شيدې ورکولې. نو بيا مې دې هندو وروڼه ته ورغبرګه کړه، چې تاسې خو زما ماماګان يې!
لنډه يې دا، چې ما د دوی وړو دوکانو مخې ته مې د خپلو ملګرو لويه ډله چې ليدله، نو خوند يې رانکړ چې د دوی کار وبار ته زیان ورسوو، ټولو ته مې وويل چې بيرته به ولاړ شو. دغه افغان هندوانو وويل، خير پاتې شئ، کورونه مو واړه دي خو زړونه مو لوی دي.
څرنګه چې دوه ورځې وروسته (د فبروري ۲۱مه) د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ده، نو يو څو کرښې به نورې هم زياتې کړم. ما سره اوس دفتر کې دوه هزاره وروڼه هم ناست وي، لوړې زده کړې لري او پر مسايل پوه خلک دي. له يو بله سره ښه چلند کوو، او څو ورځې کيږي، چې د پښتو ژبې پر زده کړه يې هم پيل کړی، چې زه دا هر څه يو نیک فال ګڼم او د ملت جوړونې په بهير کې د هېواد د ژبو زده کړه لپاره يې اړين بولم.
په پای کې د لوستونکو له حوصلې او د ټولو دوستانو له مينې ډيره مننه کوم
په درنښت