له شیطان سره د پاکستان نوې هوکړه !!

پوره څلویښت کاله کیږي افغانستان د پاکستاني استخباراتو بد نامې ادارې (آی اس آی) د خونړیو لوبو په لومږ کې نښتی او د خلاصون لاره ترې ورکه ده، پاکستان په سیمه او نړۍ کې د ترور او دهشت په ځاله هغه مهال شهرت سترې درجې ته رسیږي چې د نړی د ترهګریزو بریدونو او سازمان، سمبال او اجرايي چارې یې د ننه په حکومتي ادارو کې ترسره کیدل، چې بلاخره عمل کې د القاعدې رهبر اسامه ابن لادن د اوسېدو او فعالیت د دغه هیواد په زړه کې ثابته شوه.
له افغانستان سره د پاکستان لوبه څه نوې کیسه او ډرامه نه ده، د دې روانو کارنامو ترشا د پاکستان د استخابارتو لوبیدلي څيرې پراته دي او وخت ناوخته کابل ته د نویو شومو پلانونو په ترسیم او اجراکولو آخته دي، ترهګریز بریدونه ، عام وژنې او مخدره توکو قاچاق ، د اسلام په نامه نا روا او ضد بشری فعالیتونو ملاتړ ، د وسلو او انسانانو قاچاق ، ناموسي او اخلاقي مفاسد د پاکستاني دولت اساسي دندې او موخې دي  چې د افغانستان او سیمې هیوادونو د امنیت پرخلاف یې کاروي.
د ترهګرو ساتنه او پالنه د پاکستان هویت په شناخت کې تړلی اړخ لري تاریخ ثابته کړې چې افغانستان ته وحشت او درپه درۍ له پاکستان څخه را وارد شوی او نن سبا نړی هم ګواښل کیږي  ، دغه راز پاکستان ته موکه په لاس هغه مهال ورغله چې تنظیمي جګړو پلان یې عملي او نتیجه ورکړه، په تیرو ۴۰ کلونو کې د افغانانو له مجبوریتونو په بې ساري ډول نا سالمه او غیر اسلامي او ایماني استفادې وکړې، چې افغانان په کور کې د یو بل خوړلو په ډګر کې سره ښکیل ول او لا هم دي ،پاکستان  د افغانو پر دیني ، عقیدتي او مذهبي چارو د دهشت او وحشت ، دښمني او انسان وژنې اعمال قایمول او په دې نامه د ترهګریزو ډلو سمبالول او روزنه بیا هفه مهمه خبره ده چې دنیا ته یې د افغانستان له اړه ور معرفي کړه حال داچې دا هرڅه پاکستاني او دپاکستان د تور مخي بد نامې آی اس آی ادارې او نړی له سترو استخباراتي سرچینو په ملاملي ملاتړ ترسره کول. او له دې اړخه یې ملیاردو ډالر امتیازات یې ترلاسه او ترهګر یې لا مست کړل .
پاکستان له افغانستان سره د تیرو ۲۰ کلونو په لړ کې یو ګام حتی د خدای او دین په خاطر صادقه نه ده پورته کړې ، د حامد کرزي په دولت او حاکمیت کې، د سولې او غوره اړیکو پر سر سیاسي ناستو او خبرو اترو  سلګونه ناستې او غونډې وشوې خو بې پایلې به وې ، نړیوالو ناستو او خبروته هم عملي جنبې ور نکړل شوې او هر اقدام به یې په درواغو ، فریب او شیطاني اقداماتو ولاړ اړخ در لود.
په کابل او ولایاتو کې د خونړیو ترهګریزو بریدونو په لړ کې پاکستاتي استخباراتو خپلې هڅې دعمل ډګرته پلي او  زرګونه مظلوم افغانان یې تباه کړل، د افغانستان دوخت دولتونه او اوسنی حاکم نظام په وار وار هڅې وکړې چې د افغاني جګړې اصلي لوری یعنې پاکستانيان خبرو له لارې قانع کړي چې افغانان جګړه نه غواړې افغانان سوله او اومنیت ، سواداګريزې راکړې ورکړې او اقتصادي انکشافات او غوره ګاونديتوب غوړاي ، خو پاکستانیانو د چل او دوکې سیاست ته تنبه ول ،
افغانستان په تاریخي اسنادو کې د اسلام آباد ترحاکمیت ګن شمیر سیمې د هغې ننګینې ماعهدې په پایله چې د بریتانوي هندي کمپنیو د یو تاریخي سرخوږي او شیطاني اقدام په نتیجه کې ور امانت کړي وو لا په یاد لري او د هغه سند پر ابطال اوس هم باور لري او خپله خاوره به غواړي او دا حتمي ده. افغانستان د انګریزانو د پخواني او اوسني شومو پلانونو په نتجه کې نن د یو قرباني هیواد په توګه حتی  خپل حقوقي امتیاز په جغرافیايي او مرزي سیمو کې نه شي تر لاسه کولای.
پاکستان له دې ډاره چې افغانستان تر اټکه خپله خواره که نن وي که سبا وي غواړي او دایې حق دی بله څيره د لوبو ډګر ته ور داخله کړه او له ځان نه یې تور وحشي سپی جوړ کړ، چې موخه یې له افغانانو څخه د ديورند امتیاز نه غوښتنه او له دې معاملې دافغانانو بیرته شاتګ دی او په دې برخه کې یې پوره پوره کارونه او پلانونه عملي او ګڼ شمیر جاسوسان یې وروزل،
افغانان خپله خواره خپل حق او خپل امتیاز حتمي غواړي نن یا سبا، داهم منو چې پاکستان نن دسیمې ستر اټومي ځواک دی ، خو دا به هیرنه کړو چې افغانان په ځواک ماتولو او نابودلو کې د تاریخ نامتو خلک دي، په نا امنیو ، دهشت او خونړیو جګړو سر بیره د تعصب او بې اتفاقی  په لمبو چې اور یې له اسلام آباد څخه بل دی سوځول شوي افغانان لاهم تکړه دي او هغه ورځ ته تم دي  چې د اسلام آباد پر ستره ماڼی به د افغانستان سور تور اوشین بیراغ و رپوي.
 داڅوم ځل دی چې  پاکستانیان د دوی تر واک افغانستان خاوره تورخم کې شوم او دشیطان دتګ راتګ دروازه جوړه کړې او هره ورځ یې بندوي او خلاصوي لازمه ده چې دغه حرام او دحرامیانو په لاسه جوړه شوي شیطاني در وازه دې  تل بنده او د پاکستاني شیاطینو دتګ راتګ مخه بنده شي، افغان دولت ته په کار ده چې سیاسي تدبیر په مرسته د راکړې ورکړې ټولې برنامې او قراردادونه لغوه او هرډول راکړه وکړه په ټپه ودروي،افغان ولس نور له پاکستانه د حیات او بقا ټولې هیلې خښ کړي دي  او له دې شیاطینو د خلاصون لارې ترهغه ګوري او لټوي چې وخت یې راشي او خپل حق ترې وغواړي .
افغان ولس له پاکستاني ولسونو سره کلک جوړښتونه او ګډ دیني عقیدتي ، فرهنګي او  کلتوري روابط لري او له هر ډول برید څخه خوندي دي او مونږ باور لرو چې پاکستان ولس تراټکه افغانان دي او سره وروڼه یو.
په پای کې یو ځل بیا پر افغان دولت غږ کوم چې له پاکستان سره د بل مثل لوبو نتیجه هیڅ ده او لازمه نه ده چې ورته عمل تر سره شي، پاکستان په زرګونه توغندي اونور پوځي تحرکات کړي او لایې کوي او بیا به یې کوي، دا یې آخري یرغل نه دی، افغانستان که اټوم نه لري ، فزیکي او غیرتي ځواک لري، د ولسونو پر اتحاد او یوالي کار وکړئ، ملت واحد کړئ او دښمن له دې لارې مغلوب کولای شو، پاکستان به نه دوست وي مونږ ته او ثابته شوې ده چې دوستي نه لري، نو په دې لحاظ د پاکستان جوسوسان او غلامان لومړی له ټولو دولتي ادارو وباسئ او د مجازاتو په دار یې پورته کړئ چې ټولو ته عبرت شي.
له پاکستان سره دوستي او د دې هیواد پر هیڅ خبره او هوکړه باور نه دې په کار پاکستان مو تاریخي او ابدي دښمن دی او خپل ولس آینده نسلونه او تاریخ کې به د دغه هیواد کارنامې ثبت وساتو او وخت به راځي چې حق حقدار ته وسپارل شی.