یو لوی توپیر چې پاکستان یې د له منځه وړلو هڅه کوي

په داسې حال کې چې پر افغان خاوره د پاکستان راکټي بریدونه روان دي، افغان او پاکستاني چارواکو خبرې کړې او له ترهګرۍ سره یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی. افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر او په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز ترمنځ خبرې شوې دي او دواړو لورو له یو بل نه د ترهګرو پر ضد د ګام پورته کولو غوښتنه کړې ده. دا سمه ده چې هغوی چې د افغانستان خاوره کاروي په پاکستان کې په بریدونو کې لاس لري. دغه راز هغوی چې په پاکستان کې مرکزونه لري، په افغانستان کې بریدونه کوي او خلک وژني. دا سمه ده چې د دواړو خاورې یو د بل پر ضد کارول کیږي، خو دلته یو ستر توپیر دی چې باید هېڅکله هېر نه شي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې داعش فعالیت کوي، پاکستاني طالبان هم د افغانستان په ځینو سیمو کې ښايي مرکزونه ولري، خو دا ټول په هغو سیمو کې دي چې د افغان دولت له ولکې بهر دي. دغه وسله وال د افغانستان له دولت سره هېڅ ډول اړیکه نه لري او د افغان دولت هېڅ ډول ملاتړ له ځان سره نه لري. دغه راز دوی په افغانستان کې هم بریدونه کوي او د پاکستان پرضد هم فعالیت کوي. په پاکستان کې بیا خبره له افغانستان سره توپیر کوي. هغوی چې په افغانستان کې بریدونه کوي، خلک وژني او له دولت سره په جګړه بوخت دي، په پاکستان کې مرکزونه لري، د پاکستان په هغو سیمو کې مرکزونه لري چې د دولت تر پوره کنټرول لاندې دي. دوی د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره اړیکې لري، د هغوی له خوا روزل کیږي، پیسې او وسلې ورکول کیږي او افغانستان ته د وژنو لپاره را لېږل کیږي. د پاکستان پوځ او استخبارات له هغو وسله والو سره چې په افغانستان کې بریدونه کوي عملي مرسته کوي، پلانونه ورته جوړوي او آن کله کله پخپله ورسره په بریدونو کې برخه اخلي. دا هغه توپیر دی چې په هېڅ ډول باید هېر نه شي. د پاکستان یوه هڅه دا ده چې دا توپیر ورک کړي. دوی غواړي وښيي چې د افغانستان حکومت هم د هغه وسله والو ملاتړ کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. دغه راز دوی غواړي دا هم وښيي چې څنګه چې پاکستاني طالبان د افغانستان د افغانستان خاوره کاروي، دغسې افغان طالبان هم پاکستان خاوره کاروي. پاکستان پرله پسې دا هڅې کوي او غواړي چې دا لوی توپیر ورک کړي.
زموږ د حکومت چارواکي هم کله کله تېروتنه کوي او یو ډول مني چې د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو حقیقت یو ډول دی، چې دا لویه تېروتنه ده. افغان لوری بیا بیا باید دا خبره وکړي چې هغه طالبان چې په افغانستان کې بریدونه کوي د پاکستان پوره ملاتړ لري او په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري، خو پاکستاني طالبان بیا په هېڅ ډول د افغان دولت ملاتړ نه لري او ښايي کله کله د افغانستان هغه خاوره وکاروي چې د حکومت تر کنټرول لاندې نه ده. دا توپیر باید بیا بیا روښانه شي او افغان دولت باید په دې اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو روڼ تصویر وړاندې کړي.