
حکومتي سرچینې وايي چې ولسمشر د اماراتو چارواکو ته قناعت ورکړی چې د کندهار وروستی برید چې پنځه اماراتي ډيپلوماتان او د هغوی سفیر په کې ووژل شول، په پاکستان کې پلان شوی و.
یادې حکومتي سرچینې کابل نیوز ته ویلي چې ولسمشر غني تېره اونۍ د دوبۍ په سفر کې د اماراتو له چارواکو سره هغه اسناد او ژوندي شواهد شریک کړي چې ښيي په دې پېښه کې طالبانو او پاکستان لاس درلود.
د ملي شورا غړي او شنونکي وايي، د کندهار پېښه د اماراتو او طالبانو، او پاکستان او اماراتو تر منځ اړیکې ترینګلې کولای شي خو له عربو سره د افغانستان نږدې والی د ایران له اړخه زیانمن تمامېدای شي.
خو هغوی زیاتوي چې دغه چاره په عرب هېوادونو کې د طالبانو محبوبيت کمولی شي.
د تېرې مرغومي میاشتې ۲۱مه په کندهار کې د یوې مرګونې چاودنې په پایله کې د افغانستان لپاره د متحده عرب اماراتو د سفیر او پنځو ډيپلوماتانو وژل کېدو، د دغه هېواد او طالبانو تر منځ اړیکې ترینګلې کړې دي.
اماراتو د خپل وژل شوي سفیر د فاتحې په مراسمو کې د طالبانو دوو استازو ملا عباس ستانکزي او مولوي جان محمد مدني ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
د طالبانو یوه ستره برخه مشران په متحده عرب اماراتو کې تجارت او کاروبار لري، خو دې چاودنې دوبۍ ته د هغوی د مشرانو سفرونه ټکني کړي دي.
د طالبانو او اماراتو تر منځ اړیکې داسې مهال ترینګلې کېږي چې د دې ډلې سیاسي دفتر په دې وروستیو کې هڅه کړې چې دوبۍ ته د کندهار په چاودنه کې د طالبانو د لاس نه درلودو په تړاو قناعت ورکړي، خو د دې ډلې د استازو پر سفرونو بندیز، د هغوی دا هڅې له ناکامۍ سره مخ کړې دي.