
د امریکا جمهوريپال سناتور جان مکېن په جرمني کې د مونیخ امنیتي غونډې ته ویلي، چې د ډونلډ ټرمپ حکومت له ګډوډۍ سره مخ دی.
نوموړي د اروپا او ناټو په تړاو د ټرمپ حکومت د سیاست په هکله د اروپايي مشرانو د اندېښنو په تړاو دا خبرې وکړې.
جان مکېن د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین استعفا ته په اشارې وویل؛ فکر کوم، د فلين مسئلې په ډاګه کړه چې دا حکومت لا هم له ګډوډۍ سره مخ دی او ډېر کار ته اړتیا لري.
هغه وویل: "ولسمشر بیانیې صادروي، په ځینې برخو کې ترې سرغړونه هم کوي، په دې وجه موږ دا زده کړل چې ووینو څه کوي، نه دا چې څه وايي".
د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټیس او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم اروپا ته تللي او په خپلو څرګندونو کې یې د اروپا په تړاو د امریکا پر دودیز دریځ په ټینګار کولو سره هڅه وکړه، چې د اروپایانو اندېښنې لرې کړي.
ښاغلي مېټيس په بروکسېل کې د ناټو غونډې او مونیخ کې امنیتي کنفرانس ته وویل، امریکا د روسیې د ځواک ښودنې په څېر ننګونو کې اروپا یوازې نه پرېږدي.
اروپا ته د ډونلډ ټرمپ حکومت د چارواکو سفر په داسې مهال دی، چې نوموړی له روسیې سره د خپلې ډلې د اړیکو له امله په داخل کې له جنجال سره مخ دی.
مایکل فلین له هغه وروسته استعفا ور کړه چې واشنګټن پوسټ ولیکل، ممکن نوموړي په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره د بارک اوباما پر بندیزونو خبرې کړې وي؛ هغه هم په داسې مهال چې ښاغلي اوباما د ولسمشر په توګه پر روسیې د امریکا په ټاکنو کې "د نفوذ او نورو هڅو" له امله بندیزونه لګولي وو.
پر دې سربېره ډېر ډیموکراټان په هغه تماس کې د ښاغلي ټرمپ د رول او په ټوله کې له روسیې سره د اړیکو په هکله د پلټنو غوښتنه کوي.