
له هغې برید وروسته چې په سند کې پر لال شهباز قلندر زیارت وشوه او په ترڅ کې یې د سلو په شاوخوا کې کسان ووژل شول نو د پاکستان پوځي چارواکو په اسلام اباد کې د افغان سفارت دیپلوماتان احضار کړل.
د پوځ د دې کار پر وړاندې د پاکستان ځینو سیاسي کارپوهانو غبرګون ښکاره کړ او رسنیو ته یې ویلي دي چې د پوځ دا کار د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو مخالف دی، ځکه له بهر سره د سیاسي مسایلو حل د بهرنیو چارو وزارت کار دی، نه د پوځ. دوی د پاکستان پوځ پر سیاسي بد اخلاقۍ تورن کړی دی.