څو ورځې وړاندې مې د یوې مقالې په ترڅ کې د پاکستان د نویو تورونو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړې وه.
د تیرې میلادي میاشت په وروستیو کې پاکستاني جګپوړو چارواکو په افغانستان کې دننه له ترهګرو د ملاتړ بې اساسه رپوټونه ورکړل؛ پاکستاني پوځي چارواکو ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې ځيني ترهګرې دې هیواد ته ورغلي دي.
له دې تورونه څو ورځې وروسته په افغانستان کې څو خونړي بریدونه وشول، او معلومه شوه؛ برعکس پاکستان افغانستان ته ځانمرګي استولي وو.
په داسې حال کې چې د امریکا نوي ولسمشر د ترهګرو د ملاتړي هیواد پاکستان په وړاندې د دې هیواد تګلاره لا تر اوسه مشخصه کړې نه ده، خو په دې وروستیو د امریکا د ځينو جګپوړو پوځي چارواکو، د ناټو د مشرانو، د امریکا د سنا مجلس ځینو غړو او د نړۍ لویو هیوادونو د ترهګرو د ملاتړ له امله پاکستان ته سخت ګواښونه او اخطارونه ورکړي دي.
ترهګر هیواد د ترهګرو د ملاتړ په تور ښه بد نومه شو، له ډیرو نیوکو او فشارونو سره مخ شو؛ له تور مخ یې سپینه پرده پورته شوه. په حقیقت کې د پاکستان اصليت افغانانو بربنډ کړ.
ځینو سیاستوالو، مدني فعالینو، پخوانیېو او ډیرو اوسنیېو چارواکو له تېرو څو کلونو راهیسې نړۍ ته د پاکستان د اصلیت ښکاره کولوهڅه کړې ده؛ او د پاکستان مضریت ته یې د نړۍ پام ور اړولی دی.
که څه هم، د پاکستان ځيني لویدیځ ملګري د دې هیواد له ټولو شومو موخه خبردي؛ او سره ګډې ګټې لري .اوسمهال وارخطا شوي مکرجن هیواد په خپله ګټه د لوبې د بدلولو لپاره یو وار بیا خپل ولس قرباني کړ!!!
د سند سوبې په یوه زیارت کې تر دوو سوو ملکي وګړو وژنه او د لسګونو نورو ټپي کېدل یې ښکاره بېلګه ده. دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر غني په لومړی ځل د امریکا د ولسمشر له مرستیال مایک پنز سره د لیدنې امادګي نیسي، په المان کې د مونیخ غونډه پيلیږي، ولسمشر غني د ترهګرۍ په اړه دې غونډې ته د وینا چمتوالۍ نیسي؛ او له افغانستان سره د همکاریېو تړون په لاسلیکېدو وي!
تاسو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د وروستیو دريځونو څخه په بشپړه توګه خبر یې:
ولسمشر د بروکسل په تیرې ناسته کې، همدارنګه په ګاونډي هیواد هند کې او له هیواد څخه بهر او دنننه په ډیرو مهمو غونډو کې په پاکستان مستقیمه نیوکه کړې، او له دې هیواد څخه یې غوښتي چې له ترهګرو د ملاتړ لاس واخلي.
له تېر هر بل مهال څخه اوس د پاکستان پر وړاندې نړیواله کرکه هم ډیره شوېده، نو دا فریبکاره هیواد د ترحم او خواخوږې په لټه کې دی. منظم شوم پلان جوړوي، بې ثبوته رېپوټونه ورکوي، افغانستان تورنوي، په افغانستان کې چاودنې کوي، خپل ولس هم وژني او نړۍ ته ځان مظلوم او د ترهګرۍ ښکار هیواد ور پيژني!
موقع پرسته هیواد د مونیخ غونډې سربېره، په بروکسل کې د نړېوال امنیت، د سیمې او افغانستان د حالت په اړه د ناټو غونډې په درشل کې په خپل هیواد کې خونړی برید تنظیموي؛ او خپل خوار انځور وړاندې کوي. له بل پلوه، په افغانستان سیاسي او سوداګریز فشارونه ډیروي او د پسرلي په رارسېدو سره زړې لوبې بیا پیلوي، په کونړ او ننګرهار توغنديز بریدونه کوي، دا سیمې نا امنه کوي، او ترهګر ورته ورلیږي!
دا خاین هیواد په یو غشي څو نښې ولي!
خو د پاکستان حکومت په دې خیانتونو یوازې ځان غولوي او بس. د پاکستاني رسنیو نیولې د دې هیواد د عامو خلکو تر لاریونونو او د دې هیواد ټول وګړي د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ د بدلون غوښتنه کوي.
د پاکستان ملت او نړۍ پوهیږي چې د ترهګرو روزونکي او مرسته کوونکي څوک دي؟ دوی پوهیږي چې د ترهګرو ساتنه او ملاتړ د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ یو مهم اصل دی، که داعش، که د طالبانو يا بلې هرې ډلې په نوم ترهګریز فعالیت کیږي مسؤل یې د پاکستان حکومت دی. که د پاکستان ولس نور نه غواړي چې د افغانانو په څېر د پاکستان د غلطو تګلارو ښکار شي، که په یو او بل نوم له وژنو ستړي دي، که د خپلو عزیزانو د مړیني غچ اخیستل غواړي سره یو لاس دې شي؛ او د خپل فاسد حکومت پر ضد دې لاریونونه وکړي او دا مردار نظام دې رانسکور کړي، د دې هیواد ټولو تګلارو او ناوړه سیاستونو ته دې بدلون ورکړي، خپله دې هم په امن کې ژوند وکړي؛ او په افغانانو دې هم مهرباني وکړي.
وروستي