
په یو غیر ډیپلوماتیک ګام کې د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې افغان ډیپلوماتان وربللي او په پاکستان کې یې د وروستیو بریدونو په تړاو ورته خپلې غوښتنې سپارلې دي. پاکستانی پوځ وايي چې افغان چارواکو ته یې د داسې ۷۶ "ترهګرو" نوملړ ور کړی، چې په افغانستان کې استوګن دي او پاکستان ته باید وسپارل شي. په یو بل ګام کې پاکستان د تورخم او سپین بولدک په ګډون لارې هم تر نامعلومې نېټې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې دي. د دې ترڅنګ یې د ننګرهار پر لعلپوره هم د توپونو بریدونه پیل کړي دي. پاکستان دا ګامونه له هغه وروسته اخلي چې د جمعې په شپه د سیند ایالت د سیهون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې چاودنې شاوخوا سل کسان ووژل او ډېر نور یې ټپیان کړل. د برید پړه داعش اخېستې، خو پاکستاني چارواکي یو ځل بیا د پړې ګوته افغانستان ته نیسي او وايي چې برید د افغانستان له خاورې پلان شوی او هغو طالبانو پلان کړی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
پاکستان له یوه اړخه پوره غیر ډیپلوماتیک کار کوي. دوی د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف افغان دیپلوماتان د بهرنیو چارو د وزارت پر ځای د پوځ مرکز ته ور غواړي. دوی ښايي په دې سره غواړي له یوه اړخه د پاکستان عام ولس ته قناعت ورکړي چې د امنیت لپاره یې یو څه کوي. له بله اړخه غواړي له افغانستان سره لاهم د ډیپلوماسۍ پر ځای د زور په ژبه خبرې وکړي. پاکستان باید پوه شي چې اوس نه یوازې هغه وخت تېر شوی چې افغانستان د پاکستان دغه ډول زور ته تسلیم شي، بلکې په دې سره پاکستانی ولس هم نه شي قانع کېدلی.
د پاکستان ولس، چارواکي، افغان ولس، چارواکي او نږدې ټوله نړۍ پوهېږي چې د ترهګرۍ او د دغه ډول بریدونو اصلي مسوولیت د پاکستان پر غاړه دی. دا پاکستان دی چې ترهګر د خپلي بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه کاروي. دوی وسله وال روزي، پټنځایونه ورکوي او د خپلو اهدافو لپاره یې کاروي، په دې منځ کې به نو حتمي داسې پېښې کیږي لکه اوس چې په پاکستان کې شوې دي. په پاکستان کې داسې پېښې کله کله کیږي، خو افغانستان هره ورځ ورسره مخ دی. د افغانستان جومات، ښوونځی، پوهنتون، ښار، کلي او هېڅ ځای له دغه ډول بریدونو او چاودنو خوندي نه دي. د هر برید او هر وحشت تر شا نه یوازې د هغه وسله والو لاس دی، چې په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري، پاکستان پوځ او اسختبارت یې ملاتړ کوي، بلکې خپله د پاکستان استخبارات او نظاميان ورسره ددغو بریدونو په پلانولو او عملي کولو کې مرسته کوي. پر همدې بنسټ اصلي پړه د پاکستان پر غاړه ده.
ښايي په پاکستان کې د وروستیو بریدونو تر شا خپله د پاکستان د پوځ او استخباراتو لاس وي، څو له هغو فشارونو څخه ځان خلاص کړي چې په دې وروستیو کې پاکستان ورسره مخ دی او ورځ تر بلې زیاتیږي. که داسې هم نه وي او رښتیا دغه بریدونه داعش او نورو ترهګرو کړي وي، نو پاکستان ته په کار ده چې له ترهګرۍ سره رښتیني مبارزه وکړي. له ترهګرۍ سره د پاکستان رښتینې مبارزه افغانستان او پاکستان دواړه خوندي کولی شي.