خټک: د تورخم دروازې تړل د پاکستان د حکومت کمزوري ښيي

د خیبر پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر افراسیاب خټک د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل غندلي او زیاته کړې يې ده چې دغه کار د پاکستان د حکومت کمزوري او د پالیسۍ ناتواني ښيي.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي دي، د سند د برید غوسه او غچ ۱۰۰۰ کلیومتره لرې اخیستل کېږي.
د هغه په وینا د پاکستان حکومت ته په کار نه وه، چې په سند کې یې د برید په غبرګون کې ان په تورخم کې دروازه تړلې وای.
بلخوا پاکستان وړمه ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر د لاهور د ځانمرګي برید په خاطر احضار کړی و او په دې یې احتجاج وکړ چې دا برید جماعت الاحرار کړی او دا ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.
پاکستان وروسته له هغه له افغانستان سره د کرښې د تړل کېدو امر وکړ چې د دې هېواد په سند ایالت کې د شهباز قلندر په زیارت کې په برید کې لسګونه کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان دي.
پاکستان ادعا کوي چې دا برید د افغانستان په خاوره کې ترهګرو پلان کړی و، خو د افغانستان حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د پاکستان د دې ادعا په غبرګون کې ویلي چې پاکستان دا برید د نړیوال ذهنیت د بدلولو په موخه په خپله پلان کړی و.
نبیل وايي کله چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیاتېږي، نو د دغه ډول سناریو په جوړولو سره هڅه کوي چې ځان د ترورېزم قرباني وښيي.
د نبیل په وینا دا یو تکتیکي برید و چې په خپله د پاکستان له لوري پلان شوی و.