د سوريې په اړه د قزاقستان غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده

د سوريې د شخړې د سوله ییز حل په اړه په قزاقستان کې د پنجشنبې ورځې غونډه له کومې مثبتې نتیجې پرته پای ته ورسېده.
خو روسیه، ترکيه او ایران وايي، دوی به په سوریه کې د اوسني کمزوره اوربند د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د استانې غونډه یوازې ۴۰ دقیقې وه او راپورونه وايي چې د سوريې حکومتي پلاوي او د وسله‎ والو یاغیانو استازو له یو بل سره مخامخ او جلا خبرې کول رد کړل.
په همدې حال کې د سوريې د حکومت د وسله ‎والو مخالفینو یوه مشر ویلي مسکو ورسره زیاتې ژمنې وکړې. د هغه په خبره روسيې ویلي چې د سیاسي زندانیانو د خوشې کېدو لپاره به رول ولوبوي او هغه سیمې به ونه ولي چې د یاغیانو په کنټرول کې دي.