
په جرمني کې د مونشن درې پنځوسم امنیتي کنفرانس پرون پیل شو، چې د امریکا متحده ایالتونو په ګډون یو شمېر هېوادونه په کې برخه لري.
د امریکا متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پنس د امریکايي پلاوي په مشري د مونیخ (مونشن) په کلني امنیتي کنفرانس کې په یو لړ مهمو مسایلو له خپلو سیالو او متحدو هېوادونو سره خبرې کوي.
د مونشن امنیتي کنفرانس تنظیموونکي ولفګانګ ایشنګر ویلي، د ډونالډ ټرمپ له خوا له اروپايي ټولنې د برېټانیا د وتلو د پرېکړې ملاتړ، له روسیې سره د هغه نږدې والی او د «لومړی امریکا» شعار هغه څه دي چې ګڼې پوښتنې یې راولاړې کړې دي.
ښاغلي ایشنګر وویل، هیلې زیاتې دي چې د متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر ښاغلی پنس به سبا دغه کنفرانس ته وینا هم وکړي.
د مرستیال ولسمشر ترڅنګ د امریکا د نوې ادارې په دغه لوړ پوړي پلاوي کې دفاع وزیر جیم ماتیس او د کورني امنیت وزیر جان کیلي شامل دي.
سي. ان. ان ته یوه امریکايي چارواکي ویلي چې په دې غونډه کې به مرستیال ولسمشر مایک پنس د جرمني له صدراعظمې انګېلامېرکل سره خبرې وکړي.
بلخوا د اوکراین رسمي سرچینو خبر ورکړی چې ولسمشر پيټرو پروشینکو به هم د امریکا متحده ایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره وګوري.
د مونشن امنیتي کنفرانس چې د ناټو غړي هېوادونه یې سرلاري دي په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دغه سازمان سره د ډونالډ ټرمپ ژمنې او روسیې ته د هغه د لېوالتیا په اړه اندېښنې پیدا شوي دي.
تېره میاشت وروسته له هغه چې ټرمپ ناټو «منسوخه» وبلله خو بیا یې وروسته د پوځي ملګرتیا په اساسي اهمیت هم ټینګار وکړ. خو وړمه ورځ د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیم ماتیس بیا په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو ته ډاډ ورکړ چې ولسمشر ټرمپ د ناټو قوي ملاتړی دی.
پر دې سربېره، جېمز ماتیس د ناټو په نورو غړو هېوادونو غږ کړی چې په ګډه دې د ناټو په لګښتونو کې خپله ونډه ادا کړي که نه د امریکا دفاعي ملاتړ د کمېدو د خطر شاهد به وي.
د امریکا د کانګریس یو پلاوی هم د سناتور جان مککین په مشرۍ دې غونډې ته ورغلی دی. جان مک کین که څه هم لوړپوړی جمهوري غوښتونکی دی، خو د نورو ډېرو مسایلو په شمول د روسیې په اړه د ټرمپ د دریځونو سخت منتقد بلل کېږي.
د مونیخ امنیتي کنفرانس د فبروري له اولسمې پیل او تر نولسمې دوام کوي چې په کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د اروپايي ټولنې مشر، د ناټو سرمنشي او د نړۍ څه باندې ۳۰ ولسمشران، ۸۰ دفاع وزیران او نور چارواکي ګډون کوي.
په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د عراق لومړی وزیر حیدرالعبادي له نورو مهمو ګډونوالو څخه شمېرل کېږي.
دوی ټول به د نړۍ په روانو کړکېچونو او نړیوالو امنیتي ګواښونو د مونشن په ۵۳ امنیتي کنفرانس کې بحث کوي.