ټاکل شوې د سامسونګ شرکت مرستیال لي جي یونګ ونیول شي

کوریایي سرچینو ویلي دي چې ټاکل شوې د جنوبي کوریا دولت د سامسونګ شرکت مرستیال او د سوداګریز ګروپ مشر لي جي یونګ ونیسي.
د جنوبي کوریا محکمې د ده د نیولو درخواست قبول کړی دی خو د دغه شرکت د رییس سان جین پاک د نیولو غوښتنلیک یې رد کړی دی.
د سامسونګ شرکت پر مرستیال تور دی چې د جنوبي کوریا د ولسمشرې پاک کین هه یوې ملګرې چوی سون سیل ته یې د دې لپاره رشوت ورکړی دی تر څو د دغه هیواد د دولت ملاتړ ترلاسه کړي، چې نوموړې میرمنې یادې پیسې د خپلې لور لپاره په مصرف رسولي دي.
لي جي یونګ دا تور نه مني او رد کړی یې دی.