د ولسمشر پر کرسۍ د ناستې له امله د ټرمپ پر لور نیوکې شوي دي

ایوانکا ټرمپ د کاناډا د لومړي وزیر سره په رسمي لیدنه کې سپینه ماڼۍ کې ښکاره شوه او د امریکې د ولسمشر پر کرسۍ کیناسته چې د خپل پلار ډونالډ ټرمپ او د کاناډا د لومړي وزیر سره یې یادګاري انځور وکښلو. نوموړې دا انځور پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړ چې د امریکا او کاناډا د اتباعو له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.
خلکو نیوکه وکړه چې د ولسمشر پر چوکۍ د کیناستلو حق یوازې هغه څوک لري چې د خلکو په رایه د هیواد ولسمشر شي  او نور څوک حق نه لري چې پر دغه چوکۍ کیني.
ځینو پوښتنه راپورته کړې ده چې د ایوانکا مېړه په سپینه ماڼۍ کې د مشاور په توګه کار کوي، نو د یوې رسمي لیدنې په ترڅ کې نوموړې څه حق لري چې هلته دې واوسي.