ويډيو: د يوې چورلکې پيلوټ په لویه لاره کې راښکته کيږي او د آدرس پوښتنه کوي

په قراقستان کې په واوره کې توپان د يوې چورلکې له پيلوټ له لاره ورکوي او دې ته اړ کيږي، چې په لویه لاره کې راښکته شي. پيلوټ وروسته له دې، چې له لارۍ والا د لارې پوښتنه کوي، بيرته خپلې الوتنې ته دوام ورکوي.
په دې ويډيو کې يوه بله په زړه پورې خبره د فلم اخيستونکي ډريور ډيالوګ دی، چې د ډريورو او عامه خلکو ټيپيکه بڼه لري.
دغه ويډيو په زرګونو کسانو کتلې او دا دی، تاسو سره يې هم شريکوو: