
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د امریکې د بهرنیو چارو له وزیر رکس ټیلرسن سره تر لیدنې وروسته ویلي دي چې د اوباما ادارې د مسکو او واشنګټن اړیکې له مینځه وړې وې.
له نوموړې لیدنې وروسته چې د جرمني په بن کې تر سره شوې وه د روسیې و بهرنیو چارو وزیر وویل چې نوموړي د خپل امریکایي سیال سره د امریکې له خوا پر روسیه د وضع شوو تحریمونو په اړه کومه یادونه ونه کړه، بلکه ډېر تمرکز یې د دغو دوو هیوادونو د اړیکو پر بیا رغولو کړی.
نوموړي وویل چې ټیلرسن د مسکو- واشنګټن تر مینځ د اړیکو د رغولو او ټولو مشکلاتو د حل او فصل کولو لپاره د ټرمپ د ادارې د امادګۍ اظهار وکړ.
لاوروف ویلي چې امریکا او روسیې په سوریه او نورو سیمو کې د تروریزم پر وړاندې پر ګډه مبارزه تاکید کړی.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم دا لیدنه ګټوره وبلله او ویې ویل چې امریکا د دغه هیواد د ګټو د ترلاسه کولو لپاره له مسکو سره همکارۍ ته ژمنه ده.
تیلرسن له مسکو څخه غوښتنه کړې چې د اوکراین کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي او د دغه بحران د حل کولو لپاره دې هر اخیزې هلې ځلې وکړي.