
د پاکستان د سند ایالت په سويل کې چاودنه شوې، چې تر دې دمه د وژل شوو شمېر له ۷۵ تنو اوښتي او د ۲۵۰ تنو شا و خوا هم ټپيان دي.
د پاکستاني رسنيو د رېپوټ له مخې، چاودنه د «لعل شهباز قلندر» په يوه زیارت کې شوې او د پېښې مسؤليت هم د داعش ډلې پر غاړه اخيستی.